افغانستانخبرها

په زابل کې د افغانستان رسنیز بنسټ استازی، د مرستیال والی سره وکتل.

د زابل ولایت مرستیال والی مولوی محیب الله حماس د افغانستان رسنیز بنسټ ولایتی مسؤل محمد لعل امیري ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ژورنالیزم د سپیڅلي مسلک په رڼا کې دې د دغه ولایت خلکو ته حقایق وړاندې کړي هغه وویل خبریالان د ټولنې سترګي دي او باید کره او دقیق معلومات ټولنې ته وړاندې کړي. د افغانستان رسنیز بنسټ ولایتي استازی محمدلعل امیري د مرستیال څخه وغوښتل چې اړین معلومات پروخت د خبریالانو سره شریک شي ترڅو په مناسب وخت کې خلکو ته حقایق ورسیږي.په یاده ناسته کې د خبریالانو ترمینځ په لازمه همغږۍ هم ټینګار وشو او د مسولینو له خوا ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button