افغانستانجهانگزارش ها

دخپل بام واوره پرمونږ مه اچوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله پر اسلامی امارت تور پوری کړي چې د پاکستان د طالبانو تحریک په کنترولولو کې پاتی راغلی دی رانا ثناءالله تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت غواړي د ‘ټي‌ټي‌پي’ مخه ونیسي، خو ځینې کمزورتیاوې لري.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، پر طالبانو دا تور نه شي پوره کولی چې ګنې د ‘ټي‌ټي‌پي’ ملاتړ کوي،‌ خو د دې ډلې مخنیوي کې ځینې کمزورتیاوې لري.د افغانستان د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رانا ثناءالله ددې ادعا په اړه وایی چې دوی پوره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي. او په دی برخه کې مو هرډول اړین ګامونه اخیستي دي.دپاکستان حکومت وخت ناوخت داسی تورونه پورې کوي چې ګنی افغان حکومت د پاکستانی طالبانو ننګه کوي خو اوس رانا ثناالله وایی چې پر افغان حکومت د پاکستانی طالبانو د ملاتړ تور نه شي پورې کولی خو افغان حکومت باید هغوی کنترول کړي.د پاکستان حکومت او چارواکو بدلیدونکي دریځ ته په کتو ، دی پایلې ته رسیږو چې د دوی یوه ادعا هم سمه او پر اسنادو باندې ولاره ادعا نه ده .په تیرو ۲۱ میاشتو کې پاکستاني چارواکو په وار وار سره افغانستان تورن کړی چې د دوي په وینا د پاکستان طالبانو تحریک سره مرسته کوي . حتی په نړیوالو ناستو او کنفرانسونو کې هم پاکستاني استازو د سیاسي او دپلوماتیکو نورمونو پر خلاف ، دافغانستان له نه شتون نه په استفادې هڅه کړې چې د نړیوالو ذهنیت بدل کړي . تر یو وخته پورې چې نړیوالو دافغانستان حکومت او مشرانو په هکله دقیق معلومات نه لرل ، د پاکستان ورته ادعاووې تر یوه بریده اوریدل کیدې خو د وخت په تیریدو سره چې داسلامي امارت سوله ییز او دښو اړیکو پربنا باندی ولاړ بهرنی سیاست ټولو ته جوته شو ، د یادو ادعاوو د منل کیدو زمینې هم محدودې شوې. افغانستان هم له پاکستاني چاروکو د اسنادو او ثبوتونه غوښتنه وکړه او دنیا هم پوه شوه چې پاکستان دی لپاره افغانستان په لاسوهنو تورنوي چې دخپل پوځ پر کمزورتیاوو باندې پرده واچوي.هغه څه چې پاکستاني چارواکو په تیروو دوو کلونو کې د دلایلو په اډانه کې وړاندی کړي دی دا دي چې :ـ افغان او پاکستاني طالبان له پخوا نه ښې اړیکې لري او دامریکې په مقابل کې پاکستاني طالبانو ورسره مرسته کړې ده .ـ افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکنیدو وروسته دپاکستاني طالبانو بریدونه ډیر شوي دي .لومړی خو باید وویل شي چې پورتنۍ ویناووې د ثبوت او سند بڼه نلري بلکې یو اټکل دی چې تر سره کیږي. دوی د دلایلو په توګه یادو مسلو ته اشارې کوي په دی مانا چې داسنادو او شواهدو په نه شتون باندی اعتراف کوي .دوهم دا چې د امریکایی اشغال په مقابل کې مرسته د دی دلیل نه شي کیدای چې اوس دپاکستان حکومت پر وړاندی هم دواړه په شریکه همکاري وکړي . تر هغه ځایه چې څرګنده ده د پاکستان دطالبانو تحریک له حکومت نه ځینې خاصې غوښتنې لري چې هغه غوښتنې افغانستان پورې تړاو هم نلري او نه هم دافغانستان لپاره کومه کټه یا خاصه لاسته رواړنه بلل کیدای شي .دریمه خبره دا چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له مانې او وتلو سره د پاکستان د طالبانو تحریک روحیه پیاوړې شوې ده او دا یوه طبیعی خبره ده چې دلایل یې هم معلوم دي . امریکا په افغانستان کې د حضور پر مهال څو څو ځلې پاکستان ته پیسې او امکانات ورکړل تر څو د پاکستاني طالبانو پر وړاندی عملیات وکړي او داسی عملیات څو څو ځلې تر سره هم شول . اوس چې امریکاییان له سیمې وتلي دي ، د پاکستان د طالبانو تحریک پوهیږي چې د پاکستان پوځ بیا پر دوی باندې د سختو بمباریو او بریدونو لپاره امکانات نه تر لاسه کوي .بله خبره دا چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا په معنوي لحاظ هم هر چیرته د طالبانو روحیه پیاوړې کړې ده.خو تر دی دمه داسی یو سند نه دی پیدا شوی او نه به هم پیدا شي چې دافغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر وړاندې استفاده وشي .دا داسلامي امارت ژمنه ده او د دی ژمنې رښتینولي ورځ تر ورځې ټولو ته څرګندیږی .پاکستان د دی پرځای چې د خپل بام واورې زمونږ بر بام واچوي ، باید دقناعت ورکولو او خبرو اترو له لارې خپلې کورنۍ مسلې ته حل لاره ومومي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button