افغانستانجهانگزارش ها

دپاکستان تازه سړي تښتونې

اسلام باد کې د افغانستان سفارت مسوولینو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې تر اوسه په اسلام اباد او پنډۍ ښارونو او شاوخوا سیمو کې سلګونه افغانان نیول شوي دي .
د سفارت چارواکو په دې لړ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو او ځايي پولیس چارواکو سره هم لیدلي، خو په ظاهره د افغانانو نیول کېدو د لامل په هکله څه نه دي ویل شوي.
د یاد سفارت په ټویټر پیغام کې ادعا شوې چې په نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او یا په پاکستان کې د کډوالو په حیث د اوسېدو اسناد هم لري.
په دې پیغام کې له پاکستاني حکومته غوښتل شوي، چې ”د افغان کډوالو نیولو لړۍ باید ودرول شي، اندېښنو ته رسمي ځواب وویل شی، ځکه دا د دوړاو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو منفي اغېز کوي. ”

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانانو په نیولو او ځورولو لاس پورې کوي . شپږ میاشتې وړاندې هم دافغانانو دنیولو لړۍ یې په لاره اجولې وه چې پکې په زرګونو ځوانان ، سپین ږیري او ماشومان هم بې ګناه او بې پوښتنې بندیان شوی ول .
پاکستان ولی داسې بشري ضد او غیر دپلوماتیک اقدامات تر سره کوي ؟ پر دی پوښتنې شیبه وروسته تم کیږو خو تر هرڅه وړاندې باید ووایو چې داسې نیونې ، په ټوله نړۍ کې د نافذه قوانینو له مخې اختطاف یا به بل عبارت سړي تښتونه بلل کیږي په ټوله نړۍ کې دمجرمانو او تورنو خلکو د نیولو او بندیانولو بهیر داسی دی چې لومړی د عدلي او قضايی ارګانونو له خوا دنیول کیدو حکم صادریږي او بیا پولیس د حکم تر لاسه کولو وروسته تورن خلک پیدا کوي ، ورته دعدلي او قضایی ارګانونو امر ښکاره کوي او په ډیر احترام سره یې د تحقیقاتو لپاره انتقالوي . پولیس یوازی په هغه صورت کې چې د چا له خوا مشهود جرم تر سره شوی وی، په نیولو لاس پورې کوي او زر ترزره یې عدلي او قضایی ارګانونو ته سپاري.
داسې نیول چې نه کوم سند موجود وي ، نه هم چا ته معلومات ورکړل شی او نه هم دنیولو او بیولو پر مهال انسانی کرامت په پام کې ونیول شي ، یوازی او یوازې د سړي تښتوونکو (اختطاف کوونکو ) له خوا تر سره کیږي.
د پولیسو او سړي تښتوونکو تر منځ توپیر دا دی چې پولیس د محکو په حکم او اسنادو له مخې دانساني کرامت ئپه پام کې نیولو سره نیسي او معلومات شریکوي خو سړي تښتوونکي بې له اسنادو او بې له انساني کرامت څخه نیونې تر سره کوي .
په دی توګه دقوانینو له مخې د پاکستان دغه عمل سړي تښتونه ده او د نړۍ له خوا باید نوموړي هیواد سره د یو اختطاف کوونکي په توګه چلند وشي.
اوس راځو دی ته چې پاکستان څه غواړي؟
د دی هیواد یو پخوانی سیاست دا دی چې تل پر افغان کډوالو باندې فشارونه راوړي تر څو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (یوـ ا ن ـ ایچ ــ سی ـ ار) څخه په دی پلمه مرستې تر لاسه کړي چې د لکونو افغانانو کوربه دی . واقعیت دا دی چې پاکستان د افغانانو لپاره هیڅ ډول لګښت نلري بلکې له دی درکه دهغه هیواد ملي عواید هم لوړ شوي دي.
په ټوله کې دوه ډوله افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي :
لومړی هغه خلک جې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل نه نیولی بیا دامریکې او ناتو تر یرغله پورې مهاجر شوي دي .
دوهم هغه افغانان چې بهر ته دتلو لپاره په دی وروستیو کې هلته میشت شوی دي .
په دواړو کته ګوریو کې داسی افغانان نشته چې د پاکستان له خوا ورسره مرسته وشي . اوله ډله خوا د کلونو په اوږړو کې هلته پاتې شوې ، زامن یې هلته درس ویلی او ځانته کار وبار لري . دوهمه ډله هم په لوکسو کورونو او هوټلونو کې ژوند کوي هغه هوټلونه چې پاکستان د هم دی کاراو عوایدو لپاره خالي کړي دي . دملګرو ملتونو د کډوالو اداره پری دی مسلی باندې پوره وافقه ده .
دپاکستان بله غوښتنه دا ده چې افغان حکومت د دی هیواد سیاسی نا روا غوښتنې ومني او دنیا سره هر ډول تعامل د پاکستان له لارې وکړي ترڅو پاکستان له نړیوالو د باج اخیستلو یوه بله دروازه هم خلاصه کړي .
خو داسلامي امارت خوی او سیاست دا نه دی چې پر بل باندی ځان وتړي بلکې پخپله د یو خپلواک او مستقل هیواد په توګه دنړیوال سیاست په ډګر کې خپل نصمیم نیسي .
دافغانستان حکومت باید د پاکستان دغه سړي تښتونه او دباج اخیستلو سیاست ، دنیا ته څرګنده کړي او د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو له خوا پر دغه هیواد د فشارونو د واردولو هڅه وکړي تر څو له دی ناوړه چلند او سیاست نه لاس په سر شی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button