افغانستانگزارش ها

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او خپل کار یې پیل کړ

هارشنبه د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۴ مه
د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نیازمحمد هجرت د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي عبدالاحد سعد په یاد ریاست کې د نوي آمر په توګه، د وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته رسماً معرفي شول او خپلې دندې یې پیل کړې.
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د پروان ولايت د کارکوونکو چارو آمر محترم مولوي عنایت الله او د یاد ریاست ټولو کارکوونکو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې محترم مولوي نیازمحمد هجرت له دې وړاندې د لوګر ولایت او محترم مولوي عبدالاحد سعد د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د رئیسانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button