افغانستانجهانگزارش ها

ملګری ملتونه: ایران څخه د راستنیدونکو کډوالو زیاتوالی

د ملګرو ملتونود کډوالو چارو ادارې یا (UNHCR) پر نړیوالې ټولنې غږ کړ دی .چې د 1,4میلونو افغانو کډوالو سره د مرستې دپاره دې ددغه سازمان سره عاجلې مالي مرسته وکړي.

دغه سازمان ویلي دي, چې: تردغه دمه د ایران او پاکستان څخه شاوخوا 1,5 میلیون کډوال افغانستان ته یا په خپل رضایت ورستانه شوي دي او یا هم په زوره شړل شوي دي.

ددغه کسانو له جملې څخه د 1 میلیون څخه زیات کسان د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دملګرو ملتونو دغه سازمان وايي چې د ایران څخه د بیرته ستنېدونکو په ورځني شمیر کې د جون د ۱۳ نېټې راهیسې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او تر دغه دمه د جولای لومړۍ نېټه د ترټولو زیاتو راستندونکو شاهده وه.

د جولای لومړی ورځ داسې نېټې په توګه ثبت شوې چې په کی 34000 افغان کډوال افغانستان ته ورستانه شوي دي چې په یوې ورځې کې تراوسه پوري  تر ټولو زیاتو ورستندونکو شمیر ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ د میاشتې نه تر جون میاشتې پورې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو شمیر په اوسط ډول د ورځې 5000  کسان ښودل شوي دی.

په دی حال کې د پاکستان څخه د ورستندونکو په شمیر کې بیا د روان کال د اپریل د میاشتې راهیسې زیاتوالی راغلی دی.

یواځي د اپریل په میاشت کې د پاکستان څخه د ورستندونکو افغان کډوالو شمیر ۱۵۰ زره کسان ثبت شوی دی.

دغه سازمان وايي چې اضافي پرسونل او ابتدايي مرستې یې سیمې ته استولي دي چې په کښي خوراکي مواد د عاجلو مرستو توکي او مالي مرستې شاملې دي خو ملګري ملتونه وايي چې دوي د مالي محدودیتونه سره مخ دي او د کډوالو د راستنېدو د روانې کچې سره ځان نشي برابرولی او داچې خپل ملاتړ ته یواځي د څو نورو اونیوو دپاره ادامه ورکولای شي.

ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې ددغه سازمان سره عاجلې مرستې وکړي ترڅو دوي وشي کړای د کډوالو سره پر وخت مرستې وکړي. د ریپوټونو له مخې پاکستان او ایران دواړو ویلي دي چې په دغو هیوادونو کې د اسنادو پرته کډوال ددغو هیوادونو څخه ستنوي.

د افغانستان اسلامی حکومت بیا په غبرګون کې ویلي: دي چې د افغانانو ستنیدل باید په باعزت ډول ترسره شي.

بله خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان یا یوناما وايي چې ددغه سازمان په نوښت په قطر کې د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټو د افغانستان د خصوصي سکتور او د مخدره موادو ضد سکتور کاري ګروپونه غونډه وشوه.

په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډونوالو پر هغو اقداماتو تمرکز وکړ چې تراوسه پوري د خصوصي ستکور د ودې او د مخدره مواد په وړاندې د مبارزې په برخه کې ترسره شوي دي او دغه راز راتلونکې دپاره یې پر ښکلیتیا او لومړیتوبو بحث وکړ.

په غونډه کې د ۲۶ هیوادونو استاځو، د نړیوالو سازمانونو نماینده ګانو او د افغانستان اسلامی حکومت استاځو ګډون کړی و.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو لسو متخصیصونه هم برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استاځې او د یوناما مشرې میرمن روزا اوتنبایوا په یو خپور شوي بیان کې وویل :چې “په افغانستان کې د خصوصي سکتور وده او د مخدره مواد ضد هلې ځلې یو اقتصادي، ستراتیژیک او بشري اقدام او ضرورت دی.”

حفیظه الکوزۍ

توانا خبری اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button