
په تاجیکستان کې یو شمېر میشت افغان کډوال وايي، د تاجیک چارواکو له خوا ورته په شفاهي ډول خبرداری ورکړل شوی چې په ۱۵ ورځو کې دننه باید له دغه هیواده ووځي.
په دا حال کې یو کډوال ویلی چی د چهارشنبې په ورځ (د جولای په نهمه) سره له دې چې قانوني اسناد مولرل، خو د تاجیکستان امنیت اړوند کسان کورته راغلل او ویلي چې باید هېواد پرېږدي.
زمونږ د کورونو دروازو ته د امنیت خلک راځي، وايي ووځئ، که تر ۱۵ ورځو ونه وځئ، قانوني چلند به درسره وشی.
سوره، بیا هغه افغان کډواله ده چې دوه میاشتې مخکې په تاجیکستان کې تر څلور کلنې استوګنې ورسته کاناډا ته لېږدول شوې، وایی، د کورنۍ غړي یې لا هم په تاجیکستان کې دي او په تمه دي چې د کیس پړاوونه یې بشپړ شي، خو په خبره یې د کورنۍ نارینه غړي یې په دې ورستیو کې سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، افغانستان ته شړل شوي دي.
د تاجیکستان حکومت، په دوشنبې کې د افغانستان سفارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دی ویلي.
په ورته وخت کې، په تاجیکستان کې یوې معتبرې رسمي سرچینې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو کميټې یو مسوول پیغام شریک کړی، چې په کې ویلي، د چهارشنبې په ورځ ( د جولای په نهمه ) د دغه کميټې مسوولان د تاجیکستان ملي امنیت ریاست ته غوښتل شوي او ورته ویل شوي چې له نن ورځې څخه دې ټول افغان کډوالو ته وویل شي چې ۱۵ ورځو کې دا هیواد پرېږدي.
دغه پیغام کې چې د افغان کډوالو په یو واتساپ ګروپ کې هم خپور شوی، دا شخص له کډوالو غواړي چې ژر تر ژره خپل توکي ټول کړي او د وتلو چمتووالی ونیسي، که نه نو له سخت چلند سره به مخ شي.
افغانستان اسلامی حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې تاجیکستان د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۴۸ افغان کډوال د شیرخان بندر له لارې اخراج کړي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له دې ډلې، ۳۶ تنو د تاجیکستان د اقامت اسناد لرل، ۱۲ نور د قانوني پاسپورټ او ویزې درلودونکي ول او د دغه جبري اخراج څرګند دلیل هم نه و ښودل شوی.
تاجیکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی، چې په افغانستان کې د جموري نظام تر سقوط وروسته ( په ۲۰۲۱ کال کې) زرګونو افغانانو، لکه خبریالانو، د مدني ټولنې فعالانو او پخواني دولتي کارکوونکو ورته پناه یووه.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د وروستیو شمېرو له مخې، په تاجیکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۱۰ زره تنه ښودل شوی.
ویل کېږي چې ډېری یې لا هم مقصد هېواد ته د انتقال په تمه دي.
افغان کډوال وايي، د تاجیک چارواکو له خوا د رسمي معلوماتو نشتوالي او وضاحت، دوی ډېر اندېښمن کړي او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه شي.
حفیظه الکوزی
توانا خبری اژانس