
مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ در دفتری کاریش با مسوولان شرکتهای سیاحتی دیدار کرد و درمورد بهبود روند نظارت از شرکتهای سیاحتی مرکزی و ولایتی صحبت نموده و فعالیتهای شرکتهای سیاحتی را مثبت ارزیابی کرد.
وی علاوه نمود که وزارت اطلاعات و فرهنگ همکاری همهجانبه با شرکتهای سیاحتی دارد و وعده سپرد که بهمنظور بهبود بیشتر امورشان، تسهیلات بیشتری برایشان فراهم خواهد کرد.
مسوولان شرکتهای سیاحتی از همکاریهای دوامدار وزارت اطلاعات و فرهنگ ابرازسپاس کردند و در رابطه با فعالیتهای خود، مشکلات و پیشنهاداتشان را مطرح نمودند.
قابل یادآوریست که در جریان نشست، آقای جمال اطمینان داد که مشکلات موجود در برابر فعالیتهای شرکتهای سیاحتی حل خواهند شد و تأکید کرد که به پیشنهادهای ارائهشده آنان رسیدگی خواهد شد.
********************
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهېر د لاښه کېدو په موخه د اړوند شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو سره د مرکز او ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د څارنې روان بهیر په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د سیاحتي شرکتونو فعالیتونه یې مثبت وارزول.
نوموړي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره پوره همکاره دی او د دوی د چارو د لا ښه کېدو په موخه به لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
په ورته وخت کې د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د خپلو فعالیتونو په اړوند یې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.
د ویلو وړ ده، چې د ناستې په ترڅ کې ښاغلي جمال د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په وړاندیزونو به یې غور وشي.
۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق