د هيواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو کيفيت او درملو کنټرول لابراتوارونو جوړول.

افغانستان گزارش ها
Spread the love
You need to add a widget, row, or prebuilt layout before you’ll see anything here. 🙂

توانا خبري اژانس، چهار شنبه د وري نهمه، د افغانستان د خوړو او درملو جوړولو ملي ادارې د په هيواد څلورو زونونو کې د خوراکي توکو د کيفيت او درملو کنټرول لابراتوارونو جوړولو خبر ورکړى.

يادي اداري د يوي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دغه اداره په پام کې لري چې د هيواد په څلورو زونونو (کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار) کې د خوراکي توکو کيفيت او درملو کنټرول معياري او اسټنډرد ستر لابراتوارونه جوړ او ګټې اخیستنې ته يي وسپاري.

دا په هيواد کې لومړى ځل دى چې ددومره لويو او معياري لابراتوارونو د جوړولو پريکړه کيږي، همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو لابراتوارونو کې به کيفيت تضمين فزیکي او کيمياوي آزموينې، څيړنې او پراختيا، د طبى وسايلو څيړنه او د درملو معاينه وشي.

د يادونې وړ ده چې دغه لابراتوارونه د بى کيفيته او ناقانونه، خوراکي توکو د پير او پلور او واردولو د مخنيوي په په موخه جوړيږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *