افغانستانورزش

مجاهد: د دوحې غونډه کې دې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي

له ملګرو ملتونو څخه د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه سازمان باید د دوحې په غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي.

(توانا خبري اژانس د ثور 10،) ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې داسې وویل: “له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي. هغه امنیت او ثبات چې دلته رامنځته شوی دی غنیمت وشمېرل شي او د همکاري لپاره ورڅخه ګټه پورته شي. باور لرم چې ځینې ګیلې او شکایتونو د دپیلوماټیکو لارو څخه حل کېدل شي، تعامل او پرله‌پسې ناستې کولی شي د ستونزو حل لپاره زمینه سازي وکړي.”

له بلخوا یو شمېر افغانانو له نړیوالې ټولنې او د افغانستان سرپرست حکومت نه غوښتنه کړې چې نجونې دي له شپږم ټولګي نه پورته خپلو درسونو ته پريږدي او ښځو ته په دولتي او غیردولتي ارادو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

د يادونې وړ ده چې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د قطر په دوحه کې د مې میاشتې په لومړی نېټه پیلېږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button