
دوشنبه مورخ(۲۸ ذوالقعده الحرام ۱۴۴۶) به ریاست مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب در این معینیت برگزار شد.
در این نشست مهاجر فراهی معین امور نشرات، مولوی ضیاءالحق حقمل رییس آژانس خبری باختر، مولوی عبدالحق حماد آمر کاپیرایت و اعضای کمیسیون نیز اشتراک ورزیده بودند.
در آغاز نشست منشی کمیسیون گزارش نشست قبلی را ارائه کرد. سپس آقای فراهی دستآوردها و فعالیتهای این کمیسیون را مثبت ارزیابی نمود.
در این نشست درمورد کتابهای مختلف، تصامیم لازم اتخاذ گردید و کتابهای که مطابق ارزشهای اسلامی و افغانی و پالیسی امارت اسلامی نگاشتهشده، اجازه چاپ را دریافت کردند.
در اخیر کتابهای راجع شده به کمیسیون، به اعضای کمیسیون جهت ارزیابی سپرده شد تا گزارش آنرا به نشست آینده ارائه نمایند.
___________________
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
دوشنبه (۲۸ د ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معین ښاغلي مهاجر فراهی په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د باختر اطلاعاتي آژانس د رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د کاپي رایټ د آمر مولوي عبدالحق حماد او د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون رئيس ښاغلي مهاجر فراهی د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق