افغانستانگزارش ها

په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، د وژل شوو ماشومانو کچه ډېره شوي

تير کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله 700 اوه سوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

توانا خبري اژانس: (روان کال، وري8) د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(يونيسف) ، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په 2022 کال کې په افغانستان کې د جګړو څخه پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له کبله ٧٠٠ ماشومان معلول او ياهم وژل شوي دي.

پدي خبرپاڼه کې د مړو او يا هم د معلول شويو ماشومانو کره شمير او ځاى نده په ډاګه شوى.

له بلخوا دغه سازمان په خبرپاڼه کې ويلي چې يوازې په تيره اونۍ کې په افغانستان کې اته ماشومان له همدې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى.

همدغه راز د يونيسف په اعلاميه کې ويل شوي چې، اړتيا ده ټول د ماشومانو د ساتلو لپاره کار وکړي.
سرچينه زياتوي چې دوي به د ماشومانو او ټولني نورو غړو لپاره د ماينونو د خطرونو په اړه د زدکړو پروګرامونه زيات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان څه باندي څلور لسیزې کيږي چي په کورنۍ جګړه اخته وو، چي له همدې امله له جنګونو څخه پاتې ناچاودو توکو له کبله هروخت قربانى ورکوي.


سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button