افغانستانگزارش ها

د صادراتو پراختیاځان بسیاینې پر لو یو مهم ګام

دافغانستان سوداګرۍ وزارت او د سواداګریو خونو مسوولین وایی چې سږ کال دافغانستان صادارت دوبرابره شوي او کچه یې دوه میارده ډالرو ته رسیدلې ده .
دیادوبنسټونو د معلوماتو سره سم له افغانستانه بهر ته د ځینو معدنی موادو لکه د دبرو سکرو او کاڼو صادریدل ډیر شوي دي .
دغه راز د وچو میوو او قالینو صادرات هم ډیر شوي چې په ټوله کې د دوه ملیارو ډالرو په ارزښت صادرات شوي دی .
د مسوولینو په وینا د روان کال تر پایه پورې به د صادراتو کچه لا هم لوړه شي .
په تیرو شلو کلونو کې دا لومړي خل دی چې دافغانستان صادرات دوه ملیاره ډالرو ته رسیږي او دا تمه هم شته چې دغه کچه تر درې ملیاردو ډالرو پورې ورسیږي .
دجمهوریت پر مهال د افغانستان دصارداتو کچه تر ۷۰۰ ملیونو ډالرو پورې رسیدلې وه خو د ډیرو هڅو سره سره بیا هم کچه یې تر دې لوړه نه شوه.
که څه هم چې دافغانستان معدني شتمنیو او وچو میوو ته په کتو ، د صادراتو د ډیرویدو پراخې زمینې لري خو د افغانستان اوسنیو حالاتو په پرتله او هغو محدودیتونو ته په کتو چې ورسره مخامخ یو ، د دوه ملیاردو ډالرو په ارزښت صادرات او دا تمه چې دریو ملیاردو ډالرو ته دغه کچه ورسیږي ، ډیر ه لویه لاسته راوړنه ده .
افغانستان داسی یو هیواد دی چې دوه ملیارده ډالر ورته ډیر ارزښټه لري ا و کیدای شي ډیرې اقتصادې ستونزې ورباندې حل شي . په افغانستان کې د ناتو او امریکې د موجودیت په ورستیو کلونو کې ، هر کال د درې ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه شوې وه چې دغه ژمنه د تر ډیرو پراخو او دقیقو نړیوالو څیړنو وروسته ، دافغانستان لپاره کافي بلل شوې وه .
اوس چې د خپلو تولیداتو او محصولاتو له درکه د دریو ملیاردو ډالرو عوایدو درشل ته ورنږدی کیږي ، له مصرفي هیواد نه تولیدي هیواد او له وارت اقتصاد نه صادراتي اقتصاد ته د رسیدو پر لور یو مهم او تاکونکی ګام اوچت کړی دي .
افغانستان دجمهوریت پر مهال چې ټولې دنیا سره رسمي اړیکې لرلې او د ډیز لویو قدرتونو له خوا ملاتړ یې کیده بیا هم ونه توانید چې د صادراتو کچه یو ملیاردو ډالرو ته ورسوی او ډیر یې کړي خو اسلامي امارت چې له بنیاده داقتصادي وضعې د ښه کیدو او خود کفایۍ ته درسیدو پلان لري ، د تولید او صادراتو سکتور ته ډیر ه زیاته پاملرنه کوي .
صادرات ، دقتصاد دښه کیدو پر لور یو ډیر مهم ګام دی ځکه چې له یوې خوا کورني تولیدات او محصولات ورسره ډیریږي چې په بیلابیلو برخو کې د اقتصادي منابعو په کار اچول او خلکو ته دکار موندنې زمینې پراخیږي او له بله پلوه دننه دافغانستان مارکیت ته د بهرنیو معتبرو اسعارو واردیدل ډیریږي چې په ملک کې د بهرنیو معتبرو اسعارو لکه ډالر د نرخ ساتنې لپاره ډیر اغیزمن دی .
هیڅ یو هیواد دخان بسیاینې یا خود کفایۍ کچې ته نشي رسیدای تر څو چې کورنیو تولیداتو او صادراتو ته وده ورنکړي . هغه هیوادونه چې یوازې پر بهرنیو وارداتو باندې اتکا لري ، مصرفي هیوادونه دي او مصرفي اقتصاد ، اقتصادي ثبات ثبات یا ( ټیګښټ ) ته د رسیدو لارې نه شي اوارولای .
افغانستان د جمهوریت په کلونو کې یو مصرفي هیواد او د مصرفي اقتصاد خاوند ملک پاتی شو . له بده مرغه په دی دوره کې چې بهرنۍ مرستې هم ډیرې زیاتې وې ، دناسمو اقتصادي انګیرنو پر بنا باندی، افغانستان پر نورو هیوادونو باندی متکی او مصرفي هیواد پاتی شو. دساري په توګه سره له دی چې مونږ د بریښنا د تولید ډیر لوړ ظرفیتونه لري ، له ګاونډیو هیوادونو د بریښنا واردولو پروژې تر لاس لاندې ونیول شوې چې پایلې یې ډیر دردوونکي دي . له یوه اړخه زمونږ بریښنا دنورو هیوادونو د اقتصادي سیاستونو تابع ده او له بله پلوه مونږ هر کال په ملیونونو ډلر د بریښنا له درکه ګاونډیو هیوادونو ته تحویلوو حال داچې باید مونږ د بریښنا له درکه په ملیونونو ډالر عواید درلودلی وای .
همدا شان د تولید او صادراتو په ټولو برخو کې دنه پاملرنې له امله ، ونه توانیدو د ځان بسیاینې خواته قدم واخلو خو په تیرو یونیم کال کې چې سیاستونه خپل او خپلواک دي ، افغانستان پخپله تصمیم نیسي چې د تولید او صدراتو د ودې او پراختیا لپاره قدم پورته کړي او ځان د نورو هیوادونو له محتاجۍ او احسان نه وژغوري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button