افغانستانگزارش ها

پکتیا کې درې موټر پلورنځۍ د جعل کارۍ په دلیل وتړل شوې

د پکتیا ولایت عدلیې رئیس د یو هیئت په مشرۍ ددغه ولایت څمکنۍ ولسوالۍ ته ولاړ او په دغې ولسوالۍ کې یې موټر پلورنځۍ نظارت او کنټرول لاندې ونیولې.

(توانا خبري اژانس وري 16) په دغه سفر کې چې د موټر پلورنځیو د کنټرول او د موټر د نا قانونو پېر او پلورلو بازارونو تړلو په موخه ترسره شوی وو، د عدليې رئیس د دغې ولسوالۍ له ځايي مسوولینو سره وکتل او له هغوی سره یې د عدليې وزارت د مشرتابه مقام حکم شریک کړ.

د عدليې وزارت د مقام د حکم پر اساس هیڅوک نه شي کولای نقلیه وسایط په غیرقانوني بازارونو کې لکه جمعه بازار او اوونۍ بازار کې وپلوري او د موټورو د قانوني پېر او پلور یوازینۍ لار د قانوني جواز درلودونکو موټر پلورنځیو له لارې ده.

د څمکنۍ ولسوالۍ ځايي مسوولینو د یاد حکم له تطبیق څخه د عدليې رئیس ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د سرغړونکو مقابل کې اقدام کوي.

له غونډې څخه وروسته د عدلیې رئیس او ورسره مل ټیم په کنټرول او نظارت پیل وکړ او د موټرو درې پلورنځۍ او شپږ دوکانونه یې د جعلي سېټو د استفادې په دلیل مهرلاک او وتړلې.

د یادو دفترونو له مسوولینو سره به د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو پر مطابق چلند وشي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button