افغانستانگزارش ها

دبښنې نړیوال سازمان بېخبره حق غوښتنه

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د ښځو د یوې راډیو پر خپرونو د بندیز په غبرګون کې غوښتنه کړی چې باید د اسلامی امارت سره د بشري حقونو د سر غړاوی له امله حساب او کتاب وشيدا غوښتنه تر هغې وروسته کیږي چې په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان په نوم یوه سیمه‌يیزه راډیو ، د منحرفې موسیقۍ دخپرولو له امله دلندې مودې لپاره بنده شوه.ایمینستي انتر نیشنل یا د بښنې نړیوال سازمان چې د بشري حقونو دنقض موارد څاري ، دنده لري تر څو د دنیا په هر ګوټ کې دبشري حقونو نقض او تر پښو لاندی کیدل په دقیقه توګه وارزوي او بیا نړیوالو اړوندو سازمانونو ته خپل نظر وړاندی کړي.دبښنې تړیوال سازمان دخپلې دندې پر بنسټ باید د یادې راډیو په اړه تر نظر ورکولو وړاندې ، لاندی موارد په نظر کې نیولی وای :۱ـ ایمینیستي انتر نشنل باید تر ټولو وړاندی دا خبره ځانته معلومه کړی وای چې راډیو ولی بنده شوې وه او بیا په دی برخه کې څه دول اجراات شوي دي ؟دنوموړې راډیو خپرونې د منحرفې موسیقۍ د خپرولو په وجه بنده شوې وې . دمنحرفې موسیقۍ خپرول په انځوریزو او غږیزو رسنیو کې داسلامی امارت د نشراتي پالیسۍ له مخې منع شوي دي او څه د پاسه یو کال کیږي چې په ټولو رسنیو کې دیادې موسیقۍ خپرول بند شوي دي .یاده راډیو دغه اصول مات او په پرله پسې توګه یې منحرفه موسیقي خپروله چې نشرات یې وځنډول شول .د راډیو اداره پخپله دا خبره مني چې موسیقي یې خپره کړې وه خو دبښنې نړیوال سازمان لیکي چې یاده راډیو د موسیفۍ د خپرولو په پلمه بنده شوې ده .۲ـ دیادې راډیو ادارې بیرته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته مراجعه کړې او د دی ژمنې په بدل کې چې بیا به دغسې موسیقي نه خپروي ، د فعالیتونو د بیا پیل اجازه یې تر لاسه کړې ده خو دبښنې نړیوال سازمان یا ایمینیستي انتر نیشنل په دی خبرتیا کې وایی چې یاده راډیو ینده ده.ایمینیستي انتر نیشنل نه یوازی له واقعیتونو خبر نلري بلکې داعلامیو په صاردولو کې هیڅ ډول معیار په نظر کې نه نیسې او یوازې پر بې بنیادو ادعاوو او اوازو باندې باور کوي .۳ـ دبښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې وایي چې له اسلامي امارت سره باید د بشري حقونو د ماتولو حساب کتاب وشي . دی سازمان ته د څو ساعتونو لپاره د یوې خاطي راډیو دنشراتو ځنډیدل ،د بشري حقونو ماتول دي خو انسان وژنه ، پر ملکي خلکو باندی بمبارۍ ، د کلیو او کورونو ورانول ، او بیګناه بندیانول ، دبشري حقونو ماتول نه ښکاری . یاد سازمان د افغان ولس د قاتلینو محاکمه نه غواړي خو یوې سیمه ییزې رسنۍ سره قانوني چلند قانون ماتونه بولي .که بشر پالنه داسی وي او که عادلانه قضاوت داسی وي بیا انسانیت او عدالت د انسانانو لپاره نه بلکې د څو جنایتکارانو لپاره دی . قضاوت تاسوته پریږدو

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button