گزارش ها

پنتاګون: افشا شوي امنيتي اسناد، ملي امنیت ته زیان رسوي

توانا خبري اژانس وري 22، د امریکا دفاع وزارت او ددغه هېواد ېو شمیر څارګر سازمانونه، په ګډه د اوکرایین د جګړې په اړه د لسګونه محرمو اسنادو افشا کېدو څرنګوالي په اړه پر څېړنو بوخت دي.

د پنتاګون ویاند کرېس میګر ویلي “ددغو اسنادو افشا کېدل د امریکا ملي امنیت ته “ډېر جدي خطر” دی او د ناسمو معلوماتو له خپرېدو سره مرسته کولی شي”.
هغه وویل چې په دې اړه ددوي څيړنې روانې دي.

ددغو ډلبندي شويو اسنادو افشا کېدل ددې لامل شول د دغه هېواد عدلیې وزارت یې هم په اړه څېړنه وکړي.

په ډاګیزه شويو اسنادو کې د اوکرایین د جګړې او د امریکا د پوځي ملګرو او چین په اړه د امریکا پوځي معلومات هم شته.

ډاګیز شوي اسناد لومړی ځل په تېره مارچ میاشت کې د پیغام رسولو خدمتونو ډسیسکورډ،‌۴چن او ټیلیګرام کې خپاره شول.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

https://www.tawana.news/?p=13057&preview=true: پنتاګون: افشا شوي امنيتي اسناد، ملي امنیت ته زیان رسوي
افشای راز های پنهان پنتاگون و سیا

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button