افغانستانجهانگزارش ها

د بښنې نړیواله ټولنه: مطیع الله ویسا دي سملاسي خوشي شي!

د بښنې نړېوالې ټولنې پر ټویټر باندې په یوه بیان کې یو ځل بیا غږ کړی چې د زدکړې فعال مطیع الله ویسا دې سملاسي خوشې کړل شي.

توانا خبري اژانس د وري 23دې لنډ بیان کې له نورو رسنیو او د بيان آزادى کاروونکو هم غوښتنه شوې چې د هغه د خوشي کولو لپاره غږ پورته کړي.

د قلم لار ټولنې مشر او د زدکړې په برخه کې فعال مطیع الله ویسا شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې لخوا په کابل کې ونیول شو. امنيتي چارواکو د هغه د نیولو په هکله تر اوسه ډېر تفصیل نه دی ورکړی، خو د اسلامي امارت ویاند وویلي و چې هغه د خپلسري کړنو او د حکومت پرضد د خلکو د پارولو په تور نیول شوی دی.

د مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، د هغه په اړه معلومات نه لري او د استخباراتو په بند کې ده، او له دوه اونیو د زیاتې مودې په تېریدو لا هم نه دي خبر چې هغه په څه ډول وضعیت کې ساتل کېږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button