جهانگزارش ها

د امریکا په افشا شوی سند کې راغلي، چې واشنګټن د ملګرو ملتو پر سرمنشي څارګري کوي

د امریکا د حکومت یو ډاګیز شوی سند ښيي، چې واشېنګټن د ملګرو ملتو پر سرمنشي آنتنيو ګوتريش باندې څارګري کوي او پر دې باور دی، چې هغه له روسیې سره ډېر پوست چلند کوي. مګرد ملګرو ملتو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

توانا خبري اژانس د وري 24، په یو شمېر دې اسنادو کې د ښاغلي ګوتېرش او د هغه د مرستیال شخصي خبرو یادونه هم شوې. په دې افشا شویو اسنادو کې د اوکرایین جګړې او یو شمېر افریقايي مشرانو په هکله د ښاغلي ګوتېرش برالا مشاهدات هم شته. په یوه سند کې تمرکز د تور سمندر غنمو پر هوکړې تمرکز شوی دی، چې په نړۍ کې د لوږې خپرېدو له اندېښنو وروسته په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب وشوه.

په دې کې راغلي چې ښاغلی ګوتېرش ځکه دې هوکړې ته ډېر لېوال و، چې غوښتل یې د روسیې ګټې خوندي شي. په سند کې راغلي: ”که په دې کې پر روسي ادارو او افرادو د بندیزونو خبره هم وه، خو ښاغلي ګوتېرش د روسیې صادراتو وړتیا زیاتولو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کړی.”

د يادونې وړ ده چې ديادو افشا شو اسنادو په اړه، وړمه ورځ د متحده ایالاتونو دفاع وزارت هم انديښنه ښودلې وه، او ويلي و چې ددې اسنادو افشا کيدل، ددې هيواد ملي امنيت ته جدي زيانونه اړولي شي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button