افغانستانجهانگزارش ها

ملګري ملتونه د رغنده دپلوماسۍ پر لور

دملګرو ملتونو دسازمان مرستیاله امینه محمد وایی ملګري ملتونه د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو غونډه جوړوي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دا ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غوندې د جوړولو تکل لري چې د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي. امینې محمد ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون جوړیږي او پر شرطونو ولاړې اصولي رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي. افغان حکومت تر دی وړاندی په وار وار له ملګرو ملتونو غوښټه کړې چې د نړیوالو اصولو او معیارونو په پام کې نیولو سره باید دافغانستان حکومت په رسميت وپیژندل شي . په تیرو نږدې ورځو کې داسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر هم د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره په کتنه کې ویلي وو چې افغنستان ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د رسمیت پیژندنې لپاره اړین دي . اوس چې ملګري ملتونه د افغانستان درسميت پیژندنې په اړه د صلا مشورو لپاره یوه غنډه جوړوي نو یوې معقولې حل لارې ته درسیدو لپاره با ید لاندی ټکو ته جدی پاملرنه وشي : ۱ــ په غونډه کې باید د دوحې تړون او دنړیوالو مسوولیتونه په دقیقه توګه وارزول شي ځکه چې یاد تړون دافغانستان او امریکې د متحده ایالتونو تر منځ د ګڼو هیوادونو د استازو په شتون کې لاسلیک شوی دی. دغه تړون دیو نړیوال مهم سند په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم تصویب شوی دی. په یاد تړون کې دافغانستان داسلامي امارت او دغه راز د امریکې او بهرنیو هیوادونو ژمنې او دندې په ګوته شوي دی . ددوحې تړون کتل څرګندوي چې اسلامی امارت له پیل نه تر دی دمه خبل ټول مکلفیتونه درک کړي او هغې ژمنې یې عملي کړي دي چې په یاد تړون کې تړیوالې ټولنې ته سپارلي دي . ۲ـ دافغانستان داستازي موجودیت: له هغه ځایه چې ملګري ملتونه دافغانستان د حکومت د رسميټ پیژندنې لپاره غوڼده جوړوي ، دی لپاره چې د نړیوالو غوښتنې او دافغانستان نظریات هلته په روښانه او دقیقه توګه څرګند شي ، په دی غونده کې باید دافغانستان صلاحیت لرونکی استازی برخه ولري . که چیرې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر او یا هم د ریاست الوزرا کوم مرستیال پکې موجود وي ، هم د ښه تفاهم زمینې برا بریږي او هم د استدلالونو په رڼا کې حل لارې ته رسیدل اسانه کیږي . مونږ له ډیرو غونډو نه دا تجربه لرو چې د افغانستان په نه شتون کې جوړې شوي او بې پایلې پاتې شوي دي. د دنیا سپارښتنې هغه مهال ښه اغیز کولی شي چې دافغانستان استازی هلته ناست وي او پری توافق وکړي ترڅو د عملي کیدو په لاره کې یې کومه ستونزه پاتی نه شي . دافغانستان د استازي موجودیت کولی شي په ډیرو برخو کې ځینې ابهامات و پیچلتیاوې هم حل کړي . ۳ــ شرطونو ته د عملئي کیدو وخت: ملګري ملتونه باید دافغانستان حالات د نورو له خولې وا نه وري او دنورو له سترګو یې ونه ګوري. هغه څه چې دافغانستان او نړۍ تر منځ اړیکې لا پیچیلې کړي دي ، د نورو هیوادونو ، سازمانونو او اشخاصو له خولې دافغانستان دوضعیت ارزونه او اوریدل دي . ملګري ملتونه باید د یو خپلوا ک هیواد په توګه ، افغانستان ته په خپلو سترګو وګري او دافغانانو او افغان حکومت مجبوریتونه هم درک کړي . هغه شرطونه چې تطبیق یې په اوسنو حالاتو نورې ستونزې او اختلافات را منځته کوي ، باید د پلي کیدو لپاره زمینې او کافي وخت ولري تر څو هم کورنی نظم اخلال نه شي او هم بهرنی سیاست زیانمن نه شي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button