جهانگزارش ها

د پاکستان او هند سمندري توپان: اغېزمن خلک وايي په کمپونو کې خواړه او اوبه نشته

په پاکستان کې بپر جوای توفان له وېرې د بدین او کیټي بندرونو کراچۍ ته وړل شوي خلک دا مهال د خوړو او اوبو نشتوالي له امله شکایتونه کوي.توانا خبري اژانس د جوزا 26، په کراچۍ کې د کب نیونې ملاتړی او مشر مهران علي شاه وايي، له بدین او کیټي بندر څخه کراچۍ ته راغلو اغېزمنو خلکو ته په کمپونو کې خواړه او اوبه نشته. “اغېزمن خلک وږي دي او بېرته راستنیږي.”دده په وینا دوي مجبور کړای شوي او په زور په موټرو کې کېنول شوي، کرایه یې ورکړې او ورته ویلي یې دي، “چېرې چې ځئ، ولاړ شئ.”همداراز نوموړي وويل چې، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه درې ورځې وړاندې سیمې ته ورغلی و، خو خلکو ته يې څه نه دي ورکړي، هغه دا هم ویلي و، چې دوی به سل زره کسانو ته خوراکي توکي وویشي، خو لا معلومه نه ده چې کله به راشي.بلخوا د هند د ګجرات ایالت په ساحلی سیمو کې د پنجشنبې له سهار راهیسې پرلپسې باران او سخت بادونه روان د‎ي.د دوارکا سیمې چارواکو ويلي چې، په سيمه کې 147 ميلي متره باران ثبت شوي او د برېښنا ۷۵۰ ترانسفرمرونه زیانمن شوي. د پنجشنبې تر ورځې په هند او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button