افغانستانگزارش ها

دتوریزم وده دسولې او اړیکو روښانه بیلګه

دافغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو اوکلتور وزارت وایی چې افغانستان ته دسیلانیانو راتګ په بې ساري توګه ډیر شوی دی.
دیاد وزارت په وینا په تیر یوکال کې افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ له امله ۲۹ ملیونه عواید تر لاسه شوي دي.
واک ته داسلامی امارت تر بیا رسیدو را وروسته ، د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ بیا پیل شوی چې د ځايي‌ خلکو په وینا په وروستیو څو لسیزو کې کمساری دی.
د دی په خوا کې خپله افغانان هم د تاریخي ځایونو ، میله ځایونو او توریستي سیمو د لیدو لپاره ورځي.
د اخستل شویو شمېرو له مخې، په روان کال کې لرغونو او تفریحي سیمو ته د ورغلو کورنیو او سیلانیانو شمېر ۲۶ میلیون تنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
داچې هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډیر شوی دی او خپله دافغانستان اتباع هم دتاریخي خآیونو لیدو ته ورځي ، دوه خبرې را په زړه کوي :
۱ـ په افغانستان کې د الله په فضل د اسلامي امارت له واکمنیدو را وروسته په ټول هېواد کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی.
هغه سیمې چې سیلانیان تری لیدنه کوي او توریستي سیمې بلل کیږي ، دهیواد مرکزی او ښاري سیمې نه دی بلکې لری پرتې سیمې او داسی کلي دي چې دومره تګ راتګ هم پکې نه کیږي خو بیا هم دومره امنیت ټینګ دی چې بهرنیان پکې تګ راتګ کوي . په افغانستان کې له شاهې دورې را وروسته ، د توریزم او بهرنیو سیلانیانو د راتګ بهیر دامنیتي ننګونو له امله ټکنی شو . خو اوس په فضل د خدای ډاډمن امنیت دی ته لاره اواره کړې ده چې له یوې خوا داطلاعاتو او کلتور وزارت تاریخي او توریستي سیمې د خلکو او سیلانیانو د ورتګ لپاره بیرته چمتو کړي او له بله پلوه بهرنیان په ارامه او خوندي فضا کې دافغانستان له بیلابیلو توریستي سیمو څخه لیدنه وکړي .
۲ـ داړیکو ښه والی:
په ټوله دنیا کې رواج دا دی چې دنړۍ هیوادونه او په تیره بیا لوی قدرتونه ُ خپلو اتباعو ته اجازه نه ورکوي چې یو متروک او بې اړیکو هیواد ته سفر وکړي او یا داسی سیمو ته لاړشي چې د خوندیتوب له درکه پوره ډاډمنې نه وي .
کله چې د امریکا ، روسیې ، کانادا ، استرلیا ، اروپایی اتحادیې غړو او نورو ملکونو اتباع او سیلانیان افغانستان ته سفرونه کوي ، دامسله واضحه کیږي چې افغانستان دنړۍ په کچه یو متروک هیواد نه دی .
دنیا له افغانستان سره اړیکی لري او دا اړیکې پالي. دسیلانیانو تګ راتګ ُ دا زمینه برابروي چې د افغانستان توریستي سیمې په ټوله دنیا کې وپیژندل شي او د نورو سیلانیانو د راتلو لپاره هم لاره اواره شي .
کله چې دنیا داسې یوې مسلې سره مشکل نلري او د سیلانیانو پر وړاندی مشکل نه جوړوي ُ مانا یې دا ده چې له افغانستان سره هر ډول اړیکې ورته ارزښت لري او غواړي چې نور یې هم پراخې کړي .
دملګرو ملتونو یوه اداره چې د تاریخي او لرغونو ځایونو او اثارو څارنه کوي ُ هم په داسی مسلو کې ښکیله ده او دنړۍ هر ګوټ ته د سیلانیانو د ورتګ څارنه کوي .
دسیلانیانو ورتګ د فرهنګي او اقتصادي اهیمت په خوا کې ، سیاسي اهمیت هم لري . ځکه خو ویلی شو چې افغانستان له دی امله د فرهنګي ، اقتصدی او سیاسي پرمختګ پر لور روان دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button