افغانستانگزارش ها

څه باندې 17000 کسان اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې بنديان دي

د زندانونو چارو تنظیم ادارې نظامي مرستيال قاري حبيب الله بدر د محبسونو له مسلکې کورس څخه د 124 کسانو فراغت غونډه کې وویل چې، د هيواد په زندانونو کې 17 زره و 600 کسان د بيلا بيلو جرمونو په تور بنديان دي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 5 مه، ښاغلي بدر زياته کړه چي لدې شمير نه تر 550 کسانو پورې ښځينه بنديانې دي،او سياسي بنديان د استخباراتو عمومي رياست کې ساتل کېږي.

د نوموړي په خبره د ستري محکمې لخوا يوه جوړ شوي کمیسیون غړو له دغو کسانو سره ليدلي او ډيرى زندانیان به د اختر په ورځ خوشې شي.

د يادونې وړ ده چې د ښاغلي بدر وينا پر بنسټ تير حکومت کې شاوخوا 29 زره بنديان د هيواد په زندانونو کې ساتل کېدل چي، د ااا له واکمنيدو سره ټول له زندانونو نه تښتيدلې دي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button