افغانستانگزارش ها

د اسلامي امارت دعدالت او ترحم یوه بله بیلګه

نړیوالو خبري سر چینو په افغانستان کې د بتیمو ماشومانو او دارالایتامونو په اړه یو تازه ریپوټ خپور کړی چې ښیي
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې د یتیمانو د ملاتړ او زدکړو د فرصت برابرولو په موخه د دارالایتامونو د جوړولو چارې په پراخېدو دي.
په خپاره شویو ریپوټونو کې څو ټکي ډیر په زړه پورې انځور شوي دي چې په لنډه توګه ورته اشاره کوو:
۱ــ د جګړې د دواړو غاړو یتیمان تر یو چت لاندی ژوند کوي.
۲ــ په ټولو ولایتونو کې د لویو دارالایتامونو د جوړولو چارې روانې دي او په ځینو ولایتونو کې وار د مخه جوړ شوي دي .
۳ــ دولتي دارالایتامونه د اسلامی امارت لخوا اکمالیږي
۴ـ د طالبانو مشران له دارالایتامونو سره مرسته کوي
۵ـ د شخصي او حکومتي دارالایتامونو نصاب یو شان دی
تر دی مخکې ځینو مغرضو کړیو داسی تبلیغات کول چنی اسلامی امارت یوازی د خپلو شهیدو مجاهدینو، یتیمانو ته پاملرنه کوي خو اوس داخبره د بهرنیو سرچینو له خوا ثابته شوه چې ټول یتیمان تر یو چتر لاندې پالل کیږي . دا اقدام یو بې ساری اقدام دی چې د افغانستان په تاریخ کې بل مثال نلري . مونږ د کمونستانو په حاکمیت کې ولیدل چې دحکومت پاملرنه یوازی د ګوندي خلکو یتیمانو او کورنیو ته وه .
د امریکایی جمهوریت پر مهال هم یوازی د هغو پوځیانو کورنیو ته توجه کیدله چې د اشغال په خدمت کې جنګیدل . خو اسلامي امارت د خپلو شهیدانو دیتیمانو او د مخالفو وژل شویو خلکو د یتیمانو تر منځ هیڅ ډول توپیر قایل نه دی . ځکه چې هغه ماشوم چې پلار یې د طالبانو پر خلاف جنګیدلی دی ، مجرم نه بلکی یو د ترحم وړ یتیم بلل کیږي . سره له دی چې افغان حکومت له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دی بیا هم ټول یتیمان تر یو چټ لاندی ساتي او د هیواد راتلونکي لپاره یې پالي .
په ټولو ولایتونو کې د لویو دارالایتامونو دجوړولو چارې روانې دي تر څو در هر ولایت یتیمان په خپل ولایت کې وساتل شي او د خپلې کورنۍ له نظره هم لری نه وي.
د دولتي دارالایتامونو تر څنګ شخصي دارالایتامونه هم د فعالیت اجازه لري .
درسی او پالنیز نصاب په دولتی او غیردولتی دارالایتامونو کې یوشان دی.
د اسلامي امارت مشران له دارالایتامونو سره شخصی مرستې کوي.
پورتنۍ خبرې ثابتوي چې اسلامي امارت له یوې خوا د یتیمانو د روزنې او پالنې مسلې ته ډیره جدي پاملرنه لری او غواړي چې ټول یتیمان په سالمه فضا کې د خپل هیواد د راتلو نکي ځوانانو په توګه وپالل شي .
دا چې د اسلامي امارت مشران له دارالایتامونو سره له خپل جیبه مرستې کوي ، د دی حقیقت ښکاره ثبوت دی چې د اسلامي امارت ټول مشران ینیم پالنې سره چې یو اسلامي اصل دي ډیره مینه لري او د خدای (ج) د رضا لپاره ، هریو په شخصي انداز هم ورسره مرسته کوي.
دا د عدالت او ترحم د سیاست یوه هینداره ده چې د اسلامي امارت پاک نیت او انساني ترحم پکې له ورایه څرګندیږي .
د اسلامي امارت د عدالت په سیوري کې هر انسان او هر ماشوم ځاییدای شي تر څو له محرومیت او بې عدالتۍ وژغورل شي.
د اسلامي امارت د ترحم تر چت لاندې هر افغان ځاییږي بې له دی چې وپوښتل شي د چا زوی یې او پلار دی څه کول .
اسلامی امارت د دښمنۍ او مقابلې سره مخه ښه کړې ده او اوس یوازی او یوازی پر دی اصل باندی تمرکز لري چې افغانستان په بشری ،علمی او اقتصادي اړخ کې چاته محتاجه نه وي او په خپلو پښو ولاړ وي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button