افغانستانگزارش ها

سټولټنبرګ: اوکراين د ناټو غړيتوب ته نږدي شوى ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، اوکراین د ناټو غړیتوب ته ور نږدې شوی او د پرمختګ یو دلیل یې دا دی چې دې هېواد د ناټو د غړیو هېوادونو په زیاته پیمانه پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 21، هغه زياته کړه چې اوکراين خپل پوځ ته د دې تړون له خوا روزنه ورکړي ترڅو کییف وکولای شي د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې د یرغل پر وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشریزې په لومړۍ ورځ وکړې.

د سټولټنبرګ له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې دا به بې‌ساري او بې معنی وي چې که ناټو کییف ته په دې تړون کې د بشپړ شاملېدو یا لږترلږه د غړیتوب د خبرو اترو د پیل لپاره بلنه ورنه‌کړي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې، ديمتري مدودف د نوموړي خبرو په غبرګون کې د دريمې نړيوالې جګړې له پيليدو اخطار ورکړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button