افغانستانگزارش ها

مجاهد: وسلي مو ندي پلورلي، په خپلو ځايونو کې خوندي دي.

د ا.ا.ا وياند ویاند ذبیح الله مجاهد، چې دم ګړۍ په کندهار ولایت کې دی هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ا.ا د پخواني افغان پوځ وسلې خرڅې کړې دي.

توانا خبري اژانس سه شنبه، دچنګاښ 20 مه.
ښاغلي مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، « مونږ دا راپورونه په کلکه ردوو. واقعیت دا دی چې دغه وسلې، تجهیزات او وسایط ټول په ډېپوګانو کې خوندي دي. دا تبلیغات د هغو کړیو کار دی چې افغانستان کې ثبات نه شي زغملی.»

په ورته وخت کې هندي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړی و، چې د پخواني افغان پوځ ځینې وسلې په کشمیر کې موندل شوي، چې د اسلامي امارت له واکمنيدو وروسته قاچاق شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو دوو کلونو کې لسګونه مستند راپورونه خپاره شوي، چې له مخې یې ښکاره کوي د ا.ا قومندانان د پخواني افغان پوځ وسلې پاکستان ته قاچاق کوي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button