افغانستانجهان

په لومړي ځل یوې نرښځۍ د هالنډ د ښکلا سیالي وګټله

ریکي کول چې دوه ويشت کاله عمر لري، لومړنۍ نرښځۍ ده چې دا اونۍ په هالنډ کې د ښکلا د سیالۍ له ګټلو وروسته ددغه هېواد د ښکلا ملکه ونومول شوه.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 21، ریکي کول د هالنډ د بریدا په جنوبي ښارګوټي کې د سیالۍ وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښکلا تاج ور په سر کړل شو. هغه وايي، غواړي د نورو لپاره “غږ او رول ماډله” وي.

نوموړي به دوهمه نرښځۍ وي چې د مس یونیورس په سیالیو کې ګډون کوي. له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کې د انجیلا پونس په نوم یوې نرښځۍ د مس یونیورس په سیالیو کې د هسپانیا استازیتوب کړی و.

ټاکل شوې چې ریکي کول له دې وروسته په ال سلواډور کې د ښکلا په نړیوالې سیالۍ (مس یونیورس) کې د هالنډ په استازیتوب برخه واخلي.

د مس یونیورس د ښکلا نړیواله سیالي په ۱۹۸۹ کال کې هالنډۍ انجیلا ویسر ګټلې وه.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button