افغانستانگزارش ها

بلخ ولايت کې د نشه يي توکو په تور لسز کسيزه ډله ونيول شوه

د بلخ ولايت مزارشريف ښار د دريمې امنیتي حوزې اړوند امنيتي ځواکونو په نشه يي توکو باندې د روږدو او د پلورنکو يوه لس کسيزه ډله ونيوله.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 27مه، د دغي حوزې د چارواکو په وینا دغه لس کسيزه ډله چې په مزارشريف ښار کې به غلا کوله او ټولنیز نظم به يې خرابولو، د امنیتي ځواکونو له لوري د يو لړ پلان شوو عملياتو په ترڅ کې ونیول شول.

نيول شوي کسان د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره دمبارزې مديريت ته سپارل شوي، چې ددغه مديريت لخوا به روږدي کسان صحي کمپونو ته وليږدول شي. او پلورنکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د يادولو وړ ده چې له يادو کسانو څخه يو اندازه نشه يي توکي او نغدي پيسې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button