افغانستانجهانگزارش ها

د یونیما بې خلطې ډزو ته یوه کتنه

یونیما اداره چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو سیاسي استازیتوب کوي ، واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره جوښت په افغانستان کې د ازار فعالیت کولو اجازه یې تر لاسه کړې او تر نن پورې خپل کار ته دوام ورکوي ، یاده ادرې دافغانستان د وضعیت په اړه یو تازه ریپوټ خپور کړی چې یوه لڼده کتنه پرې کوو:
ـ یونیما په دی ریپوټ کې لیکلی دي چې حکومت بې له دی چې رسنۍ او خبریالان خبر شي ، دهغوی کارونه څاری چې دا کار دهغوي پر کاري فضا باندی اغیز کوي .
د رسنیزو کارونو څارنه او مونیتورنګ ، یو قانونی اصل دی چې د جمهوریت له قوانینو سره سم هم یو اړین اقدام دی . د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د رسنیو د څارنې لپاره یو ریاست موجود دی چې د جمهوریت له دورې نه فعالیت لري . قانون د رسنیو لپاره حدود او واکونه ټاکلي دي . له قانوني حدودو وتل ، قانوني محاسبې او پوښتنې تر شا لري . ځکه خو باید مونیتور او څارنه موجوده وي . دا ډول څارنه د غیر قانوني خپرونو د تثبیت لپاره ده او په ټوله دنیا کې رواج لري خو څارنه دسانسور په مانا نه ده . څارونکی یوازی دجرمي مواردو په لیدلو ، قانوني اجراات کوي چې په قوانینو کې واضح شوي دي څارونکی ، رسنیو ته دخپرونو د بدلولو یا نه خپرولو امر نه شي کولی .
داچې یونیما پخپله لیکلي دي درسنیو او خبر یالانو له خبریدو پرته څارنه کیږي ، پخپله د دی خبرې ثبوت دی چې څارنه د قانون له مخې کیږي .
بله دا چې یونیما وایی دا کار د خبریالانو په کار اغیز کوي . پوښتنه دا ده چې کله خبریال او رسنۍ له څارنې خبر نه شي نو پر کار باندی یې اغیز څنګه کوي؟
ـ یونیا د بندیانو شمیر زیاتیدا له کلبه اندیښڼه ښودلې ده . ریپوټ کاږي چې ۱۵۰۰۰ بندیان اوسمهال د حکومت په بندیخونو کې موجود دي چې د تیر کال پر تله یې شمیر ډیر شوي دي .
یونیما چې په افغانستان کې دفتر او ښکاره فعالیت لري ، باید د کورنیو چارو وزارت د امنیه قومندانیو ریپوټونه هم واوري چې د غلو ډلې یو دبل پسې نیسي ، بد معاشان او د خلکو ځوروونکي او تښتوونکي یې په وروستیو څو میاشتو کې د امنیت او ښآري نظم د ټینګښت لپاره نیولي دي . د افغانستان اوسني بنديخونې اصلا سیاسي بندیان نلري بلکې ټول جرمی بندیان دي . که چیری یونیما دمجرمو انسانانو پر یندی کیدا هم خپه کیږي باید پر حکومت نه بلکې پر ځان باندېۍ نیوکې وکړي .
ـ یونیما وړاندی لیکی چې بې محاکمې وژنې د حکومت له خوا تر سره کیږي او بیا د بیلګې په توګه په تخار ولایت کې د یو پخواني سر تیري ترور کیدل یادوي .
که چیری اوسنی حکومت د پخوانیو پوځیانو د وژلو اراه ولري نو هغه جنرالان باید ووژني چې ازاه ګرځي او پر حکومت باندی هم نیوکې کوي . یو سرتیری څومره صلاحیت لري چې ترور شي ؟
هر انسان چې دعقل خاوند وي پر دی پوهیږي چې دیو پخواني سر تیري وژنه په داسی حال کې چې پخواني جنرالان ازاد ګرځی ، هیڅ منلتوب نلري . البته شخصي دښمنۍ او نورې مسلې پیښیدای شي . یونیما باید د یوې پیښې د عدلي او قضايی تحقیقاتو پلټنه هم وکړي تر څو اصلي مسله ورته څرګنده شي نه دا چې هر ډول پیښې ته سیاسي رنګ ورکړي .
ټوله دنیا پردی باندی متفقه ده چې د افغانستان دا.ا.ا. د عفوی عمومي فرمان نافذ دی او پلی کیږي .
ـ یونیما لیکلي دي چې د امر بالمعروف ادارې کارمنان په خپل سر هغه کسان نیسي او ناوړه چلن ورسره کوي چې د دوی د فرمانونو او لارښوونو، په تېره د ښځو د حجاب په باب او د سړو د ږیرې د اوږدوالي په اړه اوامر پکې نه رعایتوي.
دامر بالمعروف او نهی عن المنکروزارت یوازې د ټلویزیوني خپرونو د اجرا پر مهال ، میرمنو ته د ماسک اچولو لارښوونه کړي او بس . نه په ښآر کې د حجاب پوښتنې کوي او نه هم د ږیرې د اوږد والی . هر څوک چې یو ځلی ښار ته وتلی وي پر دی ښه بوهیږي چې څومره بې ږیرې خلک په دی ښار کې تګ راتګ لري . حجاب او برقه ډیره لږه تر سترګو کیږي .
دا لومړی خل نه دی چې یونیما بې خلطې ډزې کوي او اوریدلې خبرې په یو اړخیزه ډول خپروي . څه موده مخکې په یو بل ریپوټ کې ویلي وو چې د خبریالانو پر وړاندې د تاو او تریخوالي ۲۰۰ پیښې په یو کال کې ثبت شوي دي خو دیتابیس یې ورسره موجود نه وو.
ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د خپلې سیاسي نمایندګۍ پر مسوولانو او کار کوونکو باندې بیا کتنه وکړي او داسې اشخاص ورته وګوماري چې په بې پري توګه حقایق او واقعیتونه وڅیړي او په خپلو ریپوټونو کې انعکاس ورکړي تر څو دملګرو ملتونو ټولې محاسبې رښتینې وي او خلکو ته منلتوب ولري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button