افغانستانگزارش ها

طبیعۍ پیښې او دنړیوا لو مسوولیت

په تیرو لسو ورځو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د پر له پسې اورښتونو او سیلابونو له امله په زرهاوو کورونه ویجاړ شوي ، په لس هاوو ملیونه زیان اوښتی او لسګونه خلک وژل شوي دي .همدا اوس ځینې داسې سیمې شته چې یا د سیلابونو تر څيو لاندې دي ، یا په اوبو کې راګیر دي او یاهم د سیلابونو د راتلو تر ګواښونو لاندی دي .
نړیوالو موسسو په پرله پسې توګه خبر داری ورکوي چې نور سیلابونه هم په راوتو دي او کیدای شي د انساني تلفاتو شمیر نور هم زیات شي .
د ژغورنې نړېوالې کمېټې په افغانستان کې د نورو سېلابونو د راوتلو خبر داری وکړی دی .
آي آر سي ویلي، یوازې په کابل، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنۍ وار له مخه بې ځایه شوې.
طبیعي پېښو ته د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې نږدې پنځوس کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
دغه راز د برېښنا او اوبو وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل کړی او د سیندونو غاړو له اوسېدونکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.
په افغانستان کې طبیعي پیښو پر وړاندی دمبارزې لوی ریاست له کلونو رایسي فعالیت لري . دغه اداره د بهرنیو موسسو له خوا مرستې تر لاسه کوئي او په سختو شیبو کې د زیانمنو وګړو سره مرسته کوي.
خو په تاسف سره چې بهرنیانو په ټولو برخو کې خپلې مرستې کمې کړي دي . حتی په بشري برخو کې هم سیاسي چلند او سیاسي تصمیمونه نیسي .
ځکه خو دغه اداره نشي کولی په خپل وخت ، له اړو او یا له خطر سره مخامخو خلکو سره مرسته وکړي .
دافغانستان اقلیم ټولې دنیا ته معلوم دي او موسمي بارانونه هم د وړاندوینې وړ دي . کله چې په هند او پاکستان کې د پشه کال بارانونه پیلیږي او سیلابونه را ووځي ، افغانستان هم د بارانونو او سیلابونو تر څپو لاندی راځي . دافغانستان اقلیم داسی بدلون نه دی موندلی چې بالکل د اټکل او وړاندوینې وړ نه وي . په دی مانا چې ټولو مرستندویو موسسو ته څرګنده ده چې افغانستان د کال په کومو میاشتو کې باراني او سیلابي موسم لري .
لکه چې اوسمهال ځینو نړیوالو موسسو د نورو بارانونو وړاندوینې کړي دي ، د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې راغلي سیلابونه هم د اټکل او وړاندوینې وړ وو.
خو په ډیر افسوس سره چې یادې موسسې یوازی او یوازی د بدو پیښو یادونه او وړاندوینه کوي او بس .
طبیعي پیښې او یادو پیښو پر وړاندې مبارزه یو نړیوال بشري او انساني اصل دي .
ملګرو ملتونو پورې اړوندې ادارې په دی برخه کې ځانګړې بودجې لري چې حالاتو ته په کتو له بیلابیلو هیوادونو سره مرستې کوي تر څو طبیعي پیښو پر وړاندې کامیابه مبارزه ولري او پرې نږدي چې انساني تلفات را منځته شي او یا داچې د انساني تلفاتو شمیر اوچت شي .
له بده مرغه چې افغانستان سره په دی برخه کې هم دمور میرې سلوک کیږي . زمونږ دطبیعي پیښو پر وړاندې د میارزې له لوی ریاست سره داسې مرسته نه کیږي چې د طبیعي پیښو تر رامنځته کیدو وړاندې خپل تدابیر ونیسي بلکې کله چې یوه طبیعي پیښه رامنځته شي بیا هر یو په خپلواکه توګه د پیښې خآی ته ټیمونه لیږي تر څو مرستې وکړي .
افغانستان دخپل توان تر بریده هڅه کوي چې له ناړو پیښو او ناوړو حالاتو سره مقابله وکړي خو تر هغه مهاله چې دغه مبارزه دنړیوالو له پوره پوره همکارۍ څخه برخمنه نه وي ، مشکله ده چې ټولو پیښو پر وړاندی جدی او اغیزمن تدابیر تر لاس لاندې ونیول شي .
ځکه ویلی شو چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د طبیعي پیښو ، سیلابونو ، انساني تلفاتو او مالي زیانونو اصلي مقصر نړیالې موسسې ډي ځکه چې د خبرتیا او پوهې سره سره بیا هم دسیاسي ملحوظاتو پر بنا ، پر خپل وخت مرستې نه رسوي او پریږړي چې خبره انساني تلفاتو او مالي زیانونو ته ورسیږي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button