جهانگزارش ها

هند لخوا خوشي شوي اوبه پاکستان کې د سېلابونو لامل شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هند له طرفه خوشې شوې اوبه د دوي په سیمو کې د سختو سیلابونو لامل شوي دي.

توانا خبري اژانس، پنج شنبه، د زمرى 5
هندي چارواکي دا یو عادي بهیر بولي خو د پاکستان د پنجاب ایالت د “بهکي ویند” سیمې اوسېدونکي وايي، ستلج سیند د اوبو کچه له ۱۰ مترو څخه ۱۵ مترو ته لوړه شوې، او د دوي کروندې او ځینې کورونه یې لاندې کړي دي.

د سیلاب له امله په دې اغېزمنو شویو سیمو کې د ژغورنې ماشیني کښتۍ د تګ راتګ یوازینۍ وسیله ده چې خلک او څاروي خوندي ځایونو ته لېږدوي.

د ١٩٦٠کال د یو تړون په اساس هند او پاکستان پرېکړه کړې چې له ستلج سیند څخه به په ګډه کار اخلي.

د پنجاب چارواکی رشيد اختر وايي، د هند له لورې د سیلاب اوبه معمولاً د اګست، سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې راځي خو دا ځل په جولای کې راغلي دي.

څارونکي وايي د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره باید کلي له هغو سیمو څخه چې د سیندونو په غاړو کې پرتې دي، لیرې شي. خو دا دومره اسان کار نه ګڼل کیږي.

ديادوني وړ ده چې په هند او پاکستان دواړو هېوادونو کې د مونسون د بارانونو شدیده څپه لا دوام لري او د عامو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button