افغانستانگزارش ها

الیه وزارت: له 320 ممتازو محصلینو نه د کار گومارني په موخه، ازموينه واخيستل شوه

د افغانستان ماليې وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي چې، کار د اهل کار ته سپارلو په موخه يي له 320 ممتازو محصلینو نه ازموينه واخيستل شوه، او دغه لړي به هر کال دوام ومومي.

توانا خبري اژانس سه شنبه، د زمري 10، د راپورونو له مخې دغه ازموینه تيره ورځ د کابل پوهنتونونو د 1400 او 1401 لمريز کالونو له ممتازو محصلینو نه واخيستل شوه.

ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه زياته کړې چې بريالي کسان به ددغه وزارت په اړوندو ادارو کې په کار وګومارل شي، او دغه به راتلونکي کې هم دوام وکړي.

سرچینه زياتوي چې، دغه پريکړه د ياد وزارت مشرتابه په غوښتنه اوکار اهل کار ته سپارلو په موخه شوي، او لدي لاري به هرکال له پوهنتونونو نه فارغ شوي ممتاز محصلين به د ياد وزارت په چوکاټ کې په کارنو بوخت شي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button