افغانستانگزارش ها

اوچا: د بودیجې کمښت له کبله به روانه میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د زدکړو په برخه کې د ناکافي بودیجې له کبله به په روانه اګست میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ سیمه ییز ټولګي وتړل شي.

توانا خبري اژانس، چهارشنبه، د زمري 18، د يادې اداري په وينا که حالت همداسې دوام ومومي نو تر اکتوبر مياشت پورې به 3300 ښوونځي له فعالیت نه پاتې او وبه تړل شي.

اوچا وايي چي ددغو ټولګيو تړل کيدل به 166 زره ماشومان چې 52 سلنه يې نجونې دي، اغيزمن کړي.

د یادونې وړ ده چې د یونسېف په مالي لګښت جوړ شویو محلي ټولګیو کې هغو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زدکړې ورکول کېږي چې د لېري واټن، بې وزلۍ، ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي اندېښنو او په دولتي ښوونځیو کې د ځای د کمښت له امله له زده کړو بې برخې پاتې وي.

دغه ټولګي تر ډېره د ځايي خلکو په کورونو او هغو ځایونو کې جوړ شوي، چې چې د ټولنو لخوا مشخص شوي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button