افغانستانخبرها

دجورج ټاون یو اړخیزه سروی

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیز انسټیټیوټ د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هیوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو وضعیت د ګډون، عدالت او امنیت په درېیو محورونو کې څېړلی دی. د دې څیړنې معلومات د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، ګالپ رای ورکولو انسټیټیوټ او یو شمیر نورو سرچینو څخه راټول شوي.
که چیرې یاده سروې دانصاف په تله کې وارزوو نو جوتیږي چې یاد انستتیوت ، دافغانستان وضعیت یوازی او یوازی د هغو خبرونو له مخې چمتو کوي چې په بهر کې دافغانستان مخلفو رسنیو له خوا خپریږي .
یاده سروی ، افغانستان د ښخو امنیت، عدالت او ګدون په برخه کې داسئ ارزوی چې د بدو هیوادونو په سر کې ځای نیسي حال داچې د افغانستان میرمنی د امنیت ، ثبات او سوکالۍ مثالي شپې سبا کوي . په تول هیواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی ، دافغانستان ښځې بې له دی چې د ویرې احساس وکړي ، په ارامه خپل ژوند تیروي . د ښځو دحقونو پوښتنه کیږي ، ناریینه نه پریښودل کیږي چې پر ښځو باندی ظلمونه وکړي . دښځو د مهریې په اړه یو ځانګړی فرمان هم د امارت د معظم مشرتابه له خوا صادر شو چې دا اقدام دافغانستان په تاریخ کې ساری نلري .
په افغانستان کې نجونې او ښځې عملا زده کړې هم کوي او کارهم کوي خو یوازی د شپږم صنف نه پورته او پوهنتونونو کې د نصاب د اصلاح لپاره یو لنډه مهاله ځنډ رامنځته شوی دی چې هغه هم ډیر ژر حل کیږي . دا له کار او تعلیم څخه د ښځو محرومول نه دي بلکې د ښو او معیارې زده کړو لپاره چمتو والی دی .
په هغو بهرنو موسسو کې چې د کار شرایط یې معیاري او دشریعت سره سم نه دي ، دښځو ورتګ تر هغې پورې بند دی چې دوی ثابته کړي چې دافغانستان د خلکو د عقیدې او فرهنګ سره سم دکار شرایط ورته برابروي.
همدا اوس په رسنیو کې ښځې کار کوي ، د روغتیا په سکتور کې ښځې کار کوي ، د سوداګرو ښځو ټولنه فعاله ده ، په معارف کې سل هاوو زره ښخې په کار بوختې دي هم دمعلمانو په توګه او هم د اداري او مسلکي کار کوونکو په توګه .
ريپوټ په کوم منطق او کومې محاسبې سره داسئ قضاوت کوي چې افغانستان د ښخو د امنیت ، عدالت ، کار او زدکړو په برخه کې د نړۍ تر ټولو بد هیواد دی؟
هغه انستتیوتونه او بنسټونه چې د وړو انجیو ګانو په توګه فعالیت کوي او د ورته سروې ګانو او څیړنو لپاره فندونه تر لاسه کوي باید یوه موضوع له نږدې وڅاري او له حالاتو ځان خبر کړي .
یاد بنسټونه دننه افغانستان کې دفتر او یا هم نمانیدګی نلري او نه هم له ځمکنیو حقایقو خبر لري بلکې پر هوایی خبرو او ادعاوو باندی اتکا کوي او یو ناسم ریپوټ وړاندی کوي .
نړیوال بنسټونه باید دافغانستان په اړه د هغه چا پر کارونو او نظر سنجیو باندی باور وکړي چې په ښکاره افغانستان ته تګ راتګ لري او دلته دهیواد په هر ګوټ کې له خلکو سره کتلی شي . یو وړوکی بنسټ چې په افغانستان کې استازیتوب نلري او د حکومت له مخالفو فراریانو نه سیوا ، بل چا سره اړیکې هم نلري ، دافغانستان د وضعیت په اړه د سروې کولو معیاری امکانات او صلاحیت هم نلري .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button