افغانستانمقاله

چابهار دافغانستان او سیمې هیوادونو اقتصادي تړون

ایراني چارواکو سره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند د لیدو په دوام کې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ په ډېرېدو هوکړه شوې

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر له دفتر څخه خپاره شوي معلومات څرګندوی چې ، د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر د ښاغلي برادر په مشرۍ ورغلي پلاوي ته په دې تړاو ډاډ ورکړی.

همداشان ، د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر له ملا برادر سره په کتنه کې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې.

چابهار د ایران  هیواد تر ټولو سمبال او پرمختللی سمندري بندر دی چې د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کې موقعیت لري. دا بندر د مکران سمندر او د هند سمندر په ساحل کې موقعیت لري. دا ښار په ایران کې یوازینی سمندري بندر دی چې په کال کې د 8.5 ملیون ټنو مالونو د لیږد ظرفیت سره دوه ښه سمبال تم ځایونه  لري ، چیرې چې سمندري کښتۍ کولی شي په دې بندر کې ایسار شي. اوس مهال له دغه بندر څخه د ایران  له ۶۰ سلنه ډېر لومړني توکي واردېږي او دا د ایران یوازینی بندر دی چې له هر ډول بندیزونو مستثنی دی.

چابهار بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله خورا مهم دی، چې د منځنۍ اسیا په وچه کې د پرتو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان) د خلاصو اوبو لپاره تر ټولو نږدې لاره ده او په دې برخه کې ډېرې رغونه او پانګونه کېږي. دا د بیړۍ جوړول او په چابهار خلیج کې د سمندري بېړیو د بارولو ظرفیت لوړول، منځنۍ اسیا ته د اورګاډي پټلۍ جوړول او د نړیوال هوايي ډګر جوړول شامل دي. دا بندر د نړۍ د سوداګرۍ د سویل ختیځ دهلیز یو له مهمو لارو څخه دی.

دچابهار پورتنو ځانګړتیاوو ته په کتو ویلی شوی چې دا د سیمې هیوادونو او لویو وچو ترمنځ هم یو شریک سوداګریز او صنعتی بندر دی . داسې یو بندر  هیڅکله هم د یو اړخیزو او نا روا غوښتنو او موخو لپاره نه شي استعمالیدای بلکی دنړیوالو اصولو او نورمونو سره سم به د افغانستان ُایران او سیمې هیوادونو شریکې ګټې تامین کړي.

که څه هم چې دچابهار بندر له لارې واردات او صادرات کول  دقیمتونو له اړخه یوڅه ګران پریوزی خو هغو نورو ستونزو او مشلاتو ته په کتو چې زمونږ ملي سوداګر او ترانزیتی لارۍ په اسلام اباد ، ګوادر او نورو سیمو کې ورسره مخ  دی ُ دغه بندر ډیر مناسب او خوندي بندر دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو مشر خانجان الکوزي هم دی مسلې ته په اشاری وایی چې :، که څه هم د ایران د چابهار له لارې د ترانزیت لګښت افغان سوداګرو ته د پاکستان د کراچۍ بندر پرتله یو څه لوړ دی، خو د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګرو لپاره د وخت ناوخت ناڅاپي ستونزو د مخنيوي او له اړتیا د خلاصون لپاره د چابهار بدیل ورته ډېر اړین دی.

اوس چې د افغانستان او ایران هیواد مشران پر دی باندی سلا کیږي چې د چابهار بندر له لارې دافغانستان سوداګري ُ واردات او صادرات  ډیر شي ،  او خصوصي سکتور هم دی کار سره موافق دی، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ، یو اړین ګام دی ځکه چې هیڅ مانع ورته وجود نلري .

د چابهار بندر بله مثبته ځانګړتیا هم لري او هغه دا چې دغه بندر له هر راز بندیز څخه معاف دی . که څه هم چې د ایران هیواد همدا اوس د امریکی متحده ایالتونو او اروپا له خوا تر سختو  بندیزونو لاندی دی، بیا هم د چابهار بندر ځکه له بندیزونو معاف دی چې له دی بندر څخه دسیمې ډیری هیوادونه  ګټه پورته کوي او پر دی بندر باندی تحریمونه ، د سیمې هیوادونو اقتصاد ته زیان اړوی .

ایران او افغانستان باید له پورتنیو  سانتیاوو  څخه پوره پوره ګټه پورته کړي او د چابهار بندر له لارې د خپلو سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هیوادونو شریکو ګټو ته درسیدنې لپاره زمینې برابرې کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button