افغانستانگزارش ها

افغانستان په اړه دملګرو ملتونو دوهمه غونډه

په نږدې راتلونکي کې به ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړي
تر دی دمه ملګري ملتونه د نوې غونډې د ځای او د بحث وړ موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي خو دافغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایی چې ملګري ملتونه ډیر ژر دافغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړوي.
دا به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي دویمه ناسته وي. پخوانۍ غونډه د ثور په ۱۱ او ۱۲ نېټه په قطر کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه او د خبرو جزئیات یې عامو خلکو ته نه دي په ډاګه شوي.
د ملګرو ملتونو وياند د سلواغې په ٣١مه وويل چې په دې غونډه کې د بحث موضوع د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د هېوادونو د نظرونو د اجماع جوړول دي.
په افغانستان کې د روسيې استازي وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په اړه يو راپور چمتو کړى او په افغانستان کې يې د يادو هېوادونو استازو ته وړاندې کړى دى.
داچې ملګري ملتونه غواړي دافغانستان په اړه داسی یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي ، په خپل ذات کې ښه خبره او ښه اقدام دی ځکه چې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان اهمیت څرګندوي او د هیوادونو دنظریاتو په رڼا کې د افغانستان د ستونزو دحل لپاره یوې شریکې کړنلارې باندی بحث کیږی ِ، خو مهمه خبره او هغه څه چې ملګري ملتونه باید ورباندی غور وکړي دا ده چې تیره غونډه ولی یوې ټاکونکې پایلې ته ونه رسیده او د راتلونکې غونډې د بریا لپاره باید کوم تدابیر ترلاس لاندی لاندی ونیول شی؟
دتیرې غونډې دناکامۍ مهم لاملونه دا ول چې :
ـ په غونډه کې کومه ځانګړې اجندا موجوده نه وه او یوازی د ګډون کوونکو نظریات واوریدل شول حال داچې باید د غونډې اجندا مخکی معلوم شوی وای تر څو د ټاکل شوې اجنډا په برخه کې ، ګډونوالو خپل نظریات وړاندی کړی وای .
ـ دافغانستان لپاره جوړه شوې غونډه کې دافغانستان استازی حضور نه درلود . دا تر ټولو لویه تشه وه چې غونده یې د بی سرنوشتۍ خواته بوتله . بحث دافغانستان د وضعیت په اړه وو خو د افغانستان په استازیتوب چا پکې برخه نه لرله ځکه خو دافغانستان ځمکني واقعیتونه پکې څرګند نه شول .
دافغانستان داستازي حضور او ګډون ځکه اړین وو چې د نورو هیوادونو د اندیښنو او پوښتنو لپاره باید مناسب توضیحات او ځوابونه وړاندی شوی وای .
په هر حال اوس چې ملګري ملتونه دافغانستان لپاره د دوهمې غونډې اراده لري ، باید هڅه وکړي چې دتیرې غونډې خلاوې ډکې کړي ، په دی مانا چې باید دغونډې لپاره ځانګړې اجنډا وټاکې او هغه اجنډا باید دافغانستان سره په همغږۍ وټاکل شي .
دغه راز باید د افغانستان صلاحیت لرونکی استازی په دی غوڼده کې حضو ولري تر څو د ځینو اندیښنو د لری کولو لپاره توضیحات ورکړي او همدا شان د نړۍ د هیوادونو د مشروع غوښټنو دتر سره کیدو ژمنې هم وکړي .
او س چې د لومړۍ غوندې د جوړیدو نه څه ناڅه ۸میاشتې تیریږي ، ځینې پرمختګونه ټولې دنیا ته څرګند شوي دي د ساري په توګه د مخدره توکو له منځه تلل ، په ټول هیواد کې دامنیت ټینګیدل ، اقتصادي پرمختګونه او د پولي انفلاسیون له منځه تلل ، په مهمو هیوادونو کې دافغانستان د سفارتونو پرانستل کیدل …
په دی توګه دافغانستان او نړۍ تر منځ د تفاهم او ښو اړیکو د ټینګیدولپاره زمینې برابرې ډی .
زمونږ په باور که راتلونکې غونډه په معیاري توګه جوړه او دتیرې غوندې خلاوې پکې ډکې شي ، د ښو پایلو دترلاسه کیدو تمه تری کیدای شي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button