افغانستانمقاله

د یو رښټینی مجاهد رښتینې خبرې

په دیکتاتورۍ، سانسور او زور، حکومت نه کیږيدافغانستان.ا.ا. مرکزي ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد په هغه درې ورځني سیمینار کې چې د دولتي ارګانونو ویاندویانو ته د حکومت له خوا جوړ شوی وو ، ویلي دي ، چې د دیکتاتورۍ او سانسور له لارې حکومت نشي کیدای.مجاهد صاحب په دی سیمینار کې د دولتي بنسټونو له ویاندویانو وغوښتل چې له رسنیو سره ښې اړیکې ولري،له رسنیو سره «صداقت او دوستانه چلند» رامنځته کړي او له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.د افغانستان .ا.ا. مرکزی ویاند زیاته کړې چې سانسور مه کوئ. د تاریخ په اوږدو کې ډیری دیکتاتور رژیمونه شتون لري. دیکتاتور نظامونه دوام نه کوي. تاسو نشئ کولی په زور حکومت وکړئ او نه د فشار په واسطه د خلکو زړونه ګټلی شئ.”هغه د ټولو دولتي ارګانونو ویاندویانو ته وویل: «که تاسو یو چا ته سپکاوی کوئ او پرې فشار راوړئ، ایا هغوی لیوني دي چې ستاسو مثبت مطالب خپاره کړي؟اول خو باید دا مسله واضحه شي چې مولوي ذبیح الله مجاهد دافغانستان اسلامي امارت مرکزی ویاند دی او وینا یې د اسلامي امارت وینا ده . دوستانه چلند سیاست لري .دوهمه خبره دا چې حکومت پخپله د ویاندویانو لپاره دری ورځنی سیمینار جوړوي او ورته داسی وایی چې له رسنیو او خبریالانو سره باید ښه او دوستانه چلند وشي په دی مانا چې د افغانستان دمشرتابه دریځ خبریالان او رسنیو سره ښه چلند دی . که څوک دا ټکي په نظر کې نه نیسی او له خبریال یا رسنۍ سره ښه چلند نه کوي ، دا د هغه شخص شخصي چلند دی نه دافغانستان د حکومت چلند.دریمه خبره هغه واقعیتونه دي چې د مجاهد صاحب په خبرو کې ورته اشاره شوې ده . دافغانستان تاریخ ثابتوي چې د وینا ازادي او درسنیو فعالیت په هر هیواد کې د حاکمیت ستنې ټینګوي خو برعکس هر هغه نظام چې په زوره د خلکو خولې وتړي ، زر چلنج کیږي .که چیرې دافغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو ، جوتیږي چې کله دافغانستان ولس د خپلو غوښټنو د څرګندولو لپاره موقع نه ده ترلاسه کړي او پر مطبوعاتو او خبریالانو بندیزونه پورې شوي دي ، خلک قیام کولو ته مجبوره شوي دي .څلورمه مسله دا ده چې د اسلام سپیڅلی دین د لومړي ځل لپاره د وینا ازادی رامنځته کړې ده او د ټولنې هر وګړي ته یې دا موقع برابره کړې ده چې له امراوو سره ازادې خبرې وکړي او ورباندی انتقاد او نیکوکې هم وکړي .د وینا ازادي او د ټولنې د هر وګړي د عزت او احترام ساتل ، یو دیني اصل دی چې ټول مسلمانان پری مکلف شوي دی دی لپاره چې هم نظام وخلکو ته محبوب او منلی نظام وي او هم خلک له نظام سره پوره پوره همکاري ولري تر څو د نظام پایښت او دخلکو حقوق پکې خوندي شي او دالله تعالی رضایت هم تر لاسه شي.

و ما علینا الابلاغ

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button