افغانستانمقاله

له افغانستان وطنم څخه مننه

دکندهار برید تر شا                                             د ای اس ای توره څیره

تر لاسه شوی معلومات ښیي چې په کندهار کې د پنجشنبې ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د ای ایس ای د افسرانو له خوا پلان شوی او په دغه برید کې د داعش ډلې یو ځانمرګی کارول شوی و.

دافغانستان اسلامی امارت  مسوول چارواکو د پنجشنی په ورځ تر دغې ځانمرګي برید څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې خوارجي ډلې(داعش) د پاکستان داستخباراتو پرمټ دغه ځانمرګی برید تر سره کړی دی.

.

دغه برید ښار لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک پر یوې څانګې ترسره شوی چې له امله یې  ۲۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان دي

دیاد برید او داسلامی امارت د ادعا په هکله څو موارد د پام و دي :

لومړی داچې د برید له ترسره کیدو وروسته لا داعش خوارجي دلې د برید مسوولیت پرغاړه نه وو اخیستی چې د اسلامی امارت سر چینو په ډاګه کړه چې دغه برید د داعش خوارجي ډلې ترسره کړی دی. تر هغې وروسته د پنجشنې په ورڅ مازیګر داعش اعلان وکړ چې یا برید د معاویه پنجشیري په نامه د دوی یو غړي تر سره کړی دی.

له دی نه معلومیږي چې د اسللامی امارت وړاندی شوی معلومات دقیق او سم معلومات ول چې د دقیقو څیړنو په پایله کې تر لاسه شوی وو.

دهمدغو دقیقو معلوماتو یوه برخه دا وه چې د ای اس ای جنرالانو په کوټه کې د یاد ځانمرګي برید نقشه جوړه کړې او پر داعش خوارجي دلې یې عملې کړې ده.

له ډیر وخته دا پوښتنه مطرح وه چې د داعش خوارجي ډلې اصلي مرکزونه چیرته دي ؟

چیرته روزل کیږي ؟

چیرته سمبالیږي ؟

څوک پیسې ورکوي ؟

د دوی زخمیان چیرته درملنه کیږي ؟

دی ورته نورې پوښتنې د خلکو او کار پوهانو له خوا وخت ناوخت مطرح کیدلې خو اسلامی امارت د ښه ګاونډیتوب په نیت ورته اشاره نه کوله . یوازې او یوازې اسلامي امارت د داعش پر ځبلو باندی اتکا کړې وه چې ښه کامیابه اتکا هم ده . خود افغانستان او پاکستان تر منځ هیڅ ډول خبره او کړنه پټه نه پاتی کیږي ځکه چې د ډیورند د فرضې کرښې په دواړو خواوو کې افغانان پراته دي او دواړه لورې د (ای  اس  ای) د نا روا او بشري ضد جنایتونو ښکار ګرځي.

کله چې په افغانستان کې جمهوریت ړنګ او پر ځای یې اسلامي امارت واک ته ورسید ، د جمهوریت هغه څیرې چې هغه مهال هم د طالبانو اسلامی تحریک پر وړاندی د داعش ډلې ملاتړ یې کاوه او دولتي امکانات یې د داعش لپاره لګول ، په دی فکر کې شول چې دافغانستان د ناامنه کولو لپاره داعش ته قوت ورکړي .

پاکستان چې دافغانستان او افغانانو د هوساینې لرغونی دښمن دی،د دی کار لپاره  چمتو والی وښود .

پاکستان دی کار لپاره دافغانستان ځینو مغرضو او داعش پسندو څیرو ته په خپله خاوره کې ځای او حتی امکانات هم ورکړل چې  داسلامي امارت پر خلاف  داعشپالنه وکړی.

د پخواني حکومت دامنیت شورا سلاکاراود کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر یو له دغو څیرو نه دی چې په اسلام اباد کې دفتر خلاص کړ او په دی لټه کې شو چې ځیني پخواني پوځیان د داعش لپاره حذب کړي .

حنیف اتمر د داعش لپاره  سرتیرو ته دمیاشتې ۴۰۰ ډالره او قومندانانو ته یې له ۱۰۰۰ ډالرو نیولي تر ۵۰۰۰ پورې تنخوا ورکوله.

دغه خلک د داعش تر بیرغ لاندی دافغانستان د نوي حکومت د چلنج کولو او امنیت خرابولو لپاره استخدامیدل.

دپاکستاني پوځ لوړ رتبه جنرالانو له حنیف اتمر سره د جذب شویو خلکو د تریننګ  په برخه کې پوره پوره همکاري پیل کړه تر څو افغانستان نا امنه وساتي او اسلامي امارت مجبوره کړي چې د پاکستان نا روا غوښتنې ومني.

خو دافغانستان اسلامي امارت پوځ په خورا زړوړتیا د دی خوارجي ډلې ټولې هڅې شنډې کړی ، د داعش پوځي قوت یې مات کړ او د عملیاتو د تر سره کولو توان یې له منځه یووړ.

دپاکستان جنرالانو ولیدل چې داعش نه شي کولی د هغوی اهداف پلي کړي ځکه خو پخپله لاس په کار شول او د کندهار د ځانمرګي برید نقشه یې جوړه او عملي کړه.

۲ـ پاکستان په خپله خاوره کې د ټی ټی پي په ځپلو کې پاتی راغلی دی، د عامه ذهنیتونو د توجیه لپاره باید افغانستان نامانه کړي او داسې تور پورې کړي چې ګنی د هغوی مخالفین په افغانستان کې دي.

دپکتیا او خوست په ولایتونو کې دخپل جنګي حنایت د توجیه لپاره یې وویل چې ګنی عبدالله شاه هلته اوسیږي ځکه مونږ پرې بمباري وکړه او ومو واژّه . خو درواغجن حافظه نلری ، که چیری دوی سره داسې کوم دقیق راپور موجود و چې نوموړی دننه افغانستان کې په کوم ځای کې اوسیږي  نو بیا په دوو ولایتونو کې دوو بیلابیلو کلیو باندی ولی بمباري کوله ؟ ایا یو سړي په یو وخت  دوو بیلا بیلو ځایونو کې اوسیدلی شی؟

له دی بمبارۍ وروسته بله رسوایی مخې ته راغله  هغه داچې عبدالله شاه  ویډويی وینا وکړه چې زما د وژل کیدو خبره غلطه ده او زه وزیرستان له خپلو ملګرو سره یم .

اوس دننه افغانستان کې ځانمرګي بریدونه کوي تر څو دافغانستان حکومت کمزوری و ښيي.حال داچې دافغانستان هر وګړی د پاکستان له داسی جنایتونو سره بلد دی او ښه پوهیږي چې ولی داسې بریدونه کیږي.

دافغانستان اسلامی امارت باید د نوموړي برید په هکله خپل معلومات زر تر زره د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره شریکه او د پاکستان پر ضد یو نړیوال کمپاین پیل کړي تر څو د( ای اس ای) توره څیره دنیا ته لا څرګنده او د نړۍ له خوا پری بندیزونه پورې شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button