دسته‌بندی نشده

دامیرالمومنین حفظه الله ارزښتناکې لارښوونې

داسلامي نظام دپایښت بنسټ
شیخ القران والحدیث امیرالمومنین حفظه الله دکوچني اختر د رارسیدو په پار دافغانستان او ټولې دنیا مسلمانانو ته مبارکي ویلی او دقران او احادیثو په رڼا کې د اختراو سرسایې واجباتو او احکامو تر تشریح وروسته ټولو مجاهدینو او دولتی کار کوونکوته په ۱۷ مادو کې روښانه لارښوونې کړي دي چې دخلفای راشدینوخلافت او عدالت راتازه کوي.
شیخ صاحب په سرکې د اقتصاد، امنیت ، نړیوالو اړیکو،مخدره توکو پر وړاندې مبارزې،ښوونې او روزنې او اسلامی شریعت په تنفیذ کې دافغانستان داسلامي امارت پالیسیانې اوبریاووی تشریح کړي او بیا وروسته یې ځانګړې لارښوونې کړي دي.
امیرالمومنین حفظه الله فرمایلي دي دالله (ج)شکر پرځای کړی چي سپیسڅلی اسلامِي نظام یی راپه برخه کړی او تاسی د دی نظام تر سیوريِ لاندي ژوند کوی. دغه راز فرمایلي دي چې:
– مسئولین باید په خپلو منځو کې د ورورۍ ژوند وکړي، له اختلاف او خود خواهي څخه ځانونه وساتي، په دې سره به د جهاد ثمره چې د اسلامي نظام تحکیم دی، وساتل شي.
– امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي؛ بلکې امنیت د شریعت په تطبیق او عدالت کې دی
– د افغانستان خلک ډېر زورېدلي دي، ډېر ظلمونه پرې شوي دي او ډیرې قربانۍ یې ورکړې دي، دا کامیابي د دې خلکو د قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوې، نو د دې خلکو به ډېر قدر کوئ، خدمت به یې کوئ او فریاد به یې اورئ،دا چې پرون یې موږ ته په خپلو کورونو کې ځای راکړی و او د خپلې خولې ډوډۍ یې راسره نیمایي کوله نن که یې هیر کړو دا بې وفایي او جفا ده چې د مجاهد له شان سره بیخي نه ښایي
– د افغانستان خلک ډېر زورېدلي دي، ډېر ظلمونه پرې شوي دي او ډیرې قربانۍ یې ورکړې دي، دا کامیابي د دې خلکو د قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوې، نو د دې خلکو به ډېر قدر کوئ، خدمت به یې کوئ او فریاد به یې اورئ،
– چې چېري څوک محتاج وي او پرې خبرشئ ځان ورته رسوئ، نور دا فرق مه کوئ چې څوک دی او چېري دی.
– په لوړو وظیفو مه خوشاله کېږئ او چې له وظیفو لیري شئ مه خفه کېږئ، مطلب په منصب پسي زړونه مه تړئ
دامیرالمومنین حفظه الله پورتنۍ لارښوونې دحضرت ابوبکر صدیق ،حضرت عمر ،حضرت عثمان او حضرت علي (رض) دخلافت او حکومتولۍ خاطرې او بنسټونه را په زړه کوي .
دخلفای راشدینو دخلافت او اسلامي نظام دپایښت راز په ورته لارښوونو کې وو چې واکدارانو ته یې کولې ترڅود رعایاوو په حق کې عدالت وشي او هیڅ څوک مظلوم واقع نه شي .
په هغو خلافتونو کې له قدرت نه دناوړې استفادې او بېځایه غرور نښې نښانې نه وی ځکه خلک د امراوو په فرمان ځانونه قربانول او داسلامی نظام له حریمه یې دفاع کوله.
په هغهو خلافتونو کې چارواکو له بیوزلو سره خپله ډوډۍ نیموله ځکه دخلکو په زړونو کې حاکمیت کاوه.
خلکو دخدای (ج) شکر یې په ځای کاوه چې عادل خلیفه یې ورپه نصیب کړې وه او دخلفاوو لارښوونې یې په مینې او اخلاص عملي کولې.
نن چې الحمد لله دافغانستان مسلمان خلک داسې نظام او داسې امیرالمومنین لري چې دعمري عدلت د ټینګښت لارښوونې کوي ترڅو د مجاهدینودپاکو وینو په بدل کې ترلاسه شوی نظام وساتل شي او خلک د اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامه ساه واخلي نو اول باید د خدای (ج) شکر پرځای کړو او ورپسې د امیرالمونین حفظه الله زرینې لارښوونې دخپل شخصي او ټولنیز ژوند سرلیک وګرځوو ترڅو پاک الله د دنیا او اخرت کامیابي راپه برخه کړي .
وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button