افغانستانجهانگزارش ها

د اسلامي امارت د حکومت ویاند مرستیال ښاغلي حمدالله فطرت د څرګندونو له مخې، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون دارالانشا ورځنی راپور وړاندې شوی دی.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۲۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۲۳۶۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۷۳۲) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۱۸۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۱۶۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۱۲۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰۰۵) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۸۹) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه (۸۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۸) تنه و، هرات، فراه، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۶۴۷۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۱۵) کورنیو سره مجموعًا  (۹۶۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۳۱۱۱) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۲۲۹) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۴۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۰) تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۰۰۶۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۳۵) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۲۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۳۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۸۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷) تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۳۵۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۸) افغانۍ  مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۷۵۴‍) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۸۸۸) تنه و، پکتکیا، خوست، لوګر، دایکندي، لغمان، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۳۵۳۷۲۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین:               (۳۶۶۲) کورنۍ او (۲۰۱۰۹) افراد
لېږدول شوي مهاجرین:           (۹۱۹) کورنۍ او (۴۷۹۳) افراد
مرسته شوي مهاجرین:             (۳۴۶۸) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه:          (۱۴۱۰) عدده
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button