په زابل کې د خوست او پکتیکا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو سره (۴۷۵۷۵) افغانۍ او (۱۵۰۱۵۰) کلدارې نغدي مرسته وشوه.

افغانستان گزارش ها
Spread the love

یادې راټولې شوې پیسې د زابل ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو مدیریت او یو شمېر زابلي ځوانانو په هلو ځلو د تېرو دریو ورځو په جریان کې د یوه کمپاین پر مهال راټولې شوې وې چې نن د سرپرست والي سلیمان آغا بهیر، دفتر رئیس ملا احمد مختار او د اطلاعاتو کلتور د رئیس مولوي رحمت الله حماد په حضور کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست رئیس مولوي رضاء محمد خالد ته وسپارل شوې تر څو تر زلزله ځپلو کورنیو پورې یې ورسوي.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *