افغانستانگزارش ها

قطر کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د ۱۶۹ اخته ماشومانو لګښت پر غاړه اخلي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د قطر د هېواد د سفارت له شاژدافیر ښاغلي عبدالله محمد الحبابي سره د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې او راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د مرستو پر موضوعاتو په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

ناسته کې کابل کې د قطر هېواد شاژدافیر ښاغلي عبدالله محمد الحبابي ژمنه وکړه، چې قطر او یا کابل کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې د سوري زړه د ناروغانو درملنه کې مرسته کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې د ۱۶۹ ناروغانو لګښت پر غاړه اخلي. ښاغلي الحبابي همدا ډول وویل، چې قطر هوډ لري په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړي.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د سوري زړه د ناروغانو په برخه کې د قطر هېواد د مرستې له ژمنې د مننې په ترڅ کې د قطر هېواد شاژدافیر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په پوره شفافیت تر اړمنو ورسوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button