افغانستانگزارش ها

د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ د سيلاب ځپلو کورنیو سروې ترسره شوه.

د بلخ ولایت سرپرست والي الحاج محمد يوسف وفا په هدايت، د بلخ ولايت هغو سيمو ته چي په دي ورستیو کې د اورښتونو او سيلابونو په پايله کې زيانمن شوي و، د بلخ ولايت د طبيعي پيښو سره د مبارزې پر وړاندې د مبارزې رئیس په مشرۍ يو هيئت سيمي ته وليږدول شو، ترڅو د خلکو زيانونه له نژدې وګوري، او د خساراتو راپور يي د ولايت مقام سره شريک کړي.

په همدې اساس تيره ورځ ولایت د طبيعي پيښو سره د مبارزې پر وړاندې او نورو اړوندو ادارو څخه يو هيئت د بلخ زارۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ، او له هغو سيمو او کورونو نه يي ليدنه وکړه چې پدي ورستيو کي د سيلابونو د راوتلو له امله زيانمن شوي و.

ياد هئيت ټول متضرره کورونه او سيمي يي سروې کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه يي خپل راپور د ولايت له مقام سره شريک کړ.
د يادونې وړ ده چې په بلخ ولایت کې د پسرلي موسم په را رسيدو سره سم بارانونه شدت مومې، چې له امله يې ځانې او مالې زيانونه په پراخه توګه پيښوي.

سهراب خان دولت زى.

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button