افغانستانگزارش ها

ډبليو اف پي: افغانستان سره د مرستې لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ يو

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان مسوولين وايي چې، په راتلونکو مياشتو کې، د بودیجې کمښت، لامل کیږي چې دوي ونشي کولاى چې اړو کسانو ته مرستي ورسوي.

توانا خبري اژانس، افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان وايي، دوي په دغه هېواد کې د مرستو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي، او راتلونکي مياشت کې له 13 ميليونه اړو وکړو نه يوازې څلور ميليونو ته مرستې رسولى شي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان وياند وحيدالله اماني وايي چې روان کال کې دغه سازمان د بودیجې له کمښت سره مخ ده، او له همدې امله په هيواد کې د مرستو کچه راکموي.
نوموړي زياته کړه چې: «ددي لپاره چي په راتلونکي اپريل مياشت کي 13 ميليونه وګړو ته مرستې ورسول شي، نو 93 ميليونه ډالرو او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره 800 ميليونه ډالرو ته اړتيا ده، هغه که نوي مالي سرچينې په اختيار کې ورنکړل شي نو دوي به يوازي څلور ميليونه وګړو ته مرستې ورسوي.»

ديادونې وړ ده چې يوه اوونۍ مخکې هم دغه سازمان د يوي اعلاميې په خپرولو سره افغانستان لپاره د بيړني مرستو غوښتونکى شوى و، ويلي وو چي د بودیجې کمښت په افغانستان کې د مرستو بهير کمزورى کوي

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button