افغانستانجهانگزارش ها

د ایمینستي انتر نیشنل یو اړخیز ریپوټ

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمینسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال لپاره په خپل نوي راپور کې ، په ټوله دنیا کې بشري وضعیت څیړلی دی .
دیاد راپور له مخې افغانستان حکومت په دی تورن شوی بشری حقونه یې نقض کړي او بې محاکمې وژنې یې کړي دي .
په دی راپور کې ځینې موارد دبشري حقونو د نقض په توګه یاد شوي دي چې هر یو ته یې اشاره کوو:
د داعش او مقاومت د غړو وژل :
مقاومت او داعش عملا دحکومت پر خلاف وسلې اخیستي او جنګیږي . نه یوازی حکومت پر خلاف بلکې عام خلک او د ادارو کار کوونکونکي هم په نښه کوي او شهیدانوی یې ، خو سره له دی هم د دوی غړي په هغو حالاتو کې وژل شوي دي چې په نیغه جګړه کې د اسلامي امارت دسرتیرو لخوا په نښه شوي دي.
دا د ټولې دنیا په قوانینو کې پوره پوره وضاحت او صراحت لري چې هغه وسلوال ګروپونه چې د حکومتونو او عامو خلکو پر خلاف جنګیږي ، دامنیتي ځواکونو له خوا باید وځپل شي.
داعش خو د دنیا له خوا دیوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوی او نه یوازی په افغانستان کې بلکې له افغانستانه وړاندې په منځني ختیځ کې د لویو لویو پوځي عملیتو په ترځ کې ځپل شوی او مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي . دسوریې ، عراق او نورو هیوادونو په مهمو ښارونو کې دغه ډله د نړیوالو ایتلافونو او دسیمې حکومتونو له خوا تر سختو بمباریو لادې راغلې او له منځه وړل شوې ده .
دمقاومت جنګیالي هم یوازی د جګړې پرمهال په سنګرونو کې ویشتل شوي دي چې یوه عادي او منل شوی اصل دی خو بندیان یې هیڅکله هم بې له محاکمې ، نه دي مجازات شوي . هم دا اوس د دې ډلې سل هاوو بندیان د حکومت په زندانونو کې شپې سبا کوی خو وژل شوي نه دي او دخپلې محاکمې انتظار باسي.
د پخواني حکومت کار کوونکي نه یوازی معاف او خوندي دي بلکی اکثریت یې هم دا اوس په دولتي ادارو کې په کار بوخت دي او خپلو پخوانیو دندو ته دوام ورکوي . البته په لومړي سرکې ځینې استثنایی پیښې د شخصي بدیو له امله رامنځته شوې چې په اړه یې پوره څیړنې شوي خو اوس داسې پیښې نشته .
په درو د مجرمانو وهل کیدل:
د عفوې نړیوال سازمان په لوبغالو کې د ځینو کسانو په درو وهل کیدل ، دبشری حقونو نقض بللی دی .
په درو باندې وهل کیدل هغه سزاګانو کې راځي چې د اسلام دین پوره پوره وضاحت پری لري دا یوازې په افغانستان کې نه بلکې په نورو اسلامي هیوادونو کې هم شته او لیدل شوي دي. دغه سزا په خاصو جرمونو او په خاصو حالاتو کې ورکول کیږي .
تر هغه ځایه چې د خلکو په مخکې د سزا د تطبیق مسله ده ، دا یو نړیوال اصل دی که چیرې قاضی لازم وبولي د دي لپاره چې نور خلک د عبرت درس واخلي ، دخلکو په مخ کې د یوې سزا د پلی کیدو پریکړه کولی شي .
دنجونو او ښځو د تعلیم او کار حق:
دنیا ته داسلامي امارت د مشرانو له خوا په وار وار واضحه شوې ده چې دنجونو دکار او زدکړو سره مخالفت له بنیاده وجود نلري بلکې په شرعي موازینو برابر تعلیم او کار لپاره دزمینو برابرولو په موخه ، دی بهیر کې لږ ځنډ راغلی دی .
هم دا اوس ځانکړي کمسیون پر دی موضوع باندې کار کوي چې نجونې، دمعیاري ښوونیز نصاب په لرلو ، له شرعي قوانینو سره سم د تعلیم لپاره مکتبونو او پوهنتونونو ته ولاړې شي . ډیر زر به مونږ او تاسی د دی شاهدان واوسو چې نجونې مکتبونو او پوهتونونو ته ولاړې شي .
پر رسنیو بندیزونه :
ددنیا ټول خلک شاهدان دي چې په افغانستان کې ځینې بندې شوي رسنۍ ، د حکومت تر فشارونو لاندې نه دي بندې شوي بلکې اقتصادي لامل تر ټولو لوی لامل دي چې ځینې رسنۍ یې بندې کړي دي .
همدا اوس په انځوریزو او غږیزو رسنیو کې داسلامي امارت او حکومت پر روانو سیاستونو باندې سختې نیوکې کیږي خو حکومت نه یوازې د انتقادونو مخالفت نه کوي بلکې په ډیرو مواردو کې د سالمو او منطقي نیوکو څځه د اصلاحاتو راوستلو لپاره ګټه پورته کوي .
رسنیو ته دومره ویل شوي دي چې د اسلام دین پر خلاف نشرات دی نه کوي او دا دافغانستان په هغو قوانینو کې هم راغلی دي چې د جمهوریت پر مهال جوړ ، تصویب او توشیح شوي دي .
پر لاریونونو او غونډو باندې بندیزونه نه دي لګیدلي خو کله چې لاریون کوونکي په خشونت او غیر قانوني اعمالو باندې لاس پوری کوي ، له امنیتي ځوکونو سره ټکر رامنځته کیږي چې دا ډول پیښې د دنیا په ټولو هیوادونو کې رامنځته شوي او کیږي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button