افغانستانگزارش ها

دبلخ ولايت معلولين: مونږ زده کړې کړي، حکومت بايد مونږ ته کاري فرصتونه برابر کړي.

توانا خبري اژانس 10 وري، 1402 د بلخ ولايت يو شمېر معلولينو په مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې، له حکومت څخه وغوښتل ترڅو دوي ته د کار کولو زمینه برابره کړي.يو شمېر معلولين وايي چې، له دوي څخه ډيرى معلولين د کار کولو وړتيا لري، او حکومت بايد ورته کاري فرصتونه برابر کړي.دوي بى کاري، بى وزلي، خپلو حقونو ته نه لاس رسى، د يو شمير حکومتي بنسټونو نه پاملرنه خپل په مقابل کې لويه ننګونه بولي.په بلخ کې د معلولينو بنسټ وياند سيد محمد يزدان پرست وايي، ډيرى معلولينو زده کړې، کړي دي، او کار کولاى شي خو بى کاره دي.هغه له حکومته غواړي چې دوي ته د کار کولو زمینه برابره کړي، او په دندو يي وګماري.د بلخ ولايت د نابينايانو موسسى غړي امان الله روشن دل وايي، د کاري فرصتونو نشتوالى ددوي پر وړاندې لوى خنډ ده، چې نن يي ددې ستونزې لپاره له حکومته نه د حل غوښتنه وکړه.په همدې حال کې د مزارشريف ښاروالۍ استازي علاﺀ الدين مسلميار چې پدې غونډه کې ګډون درلود، د معلولينو يادي ستونزې مني، وايي چي د حل کولو لپاره يې هراړخيزه هڅي روانې دي.له بلخوا د بلخ ولايت د انجيوګانو مسؤل حفيظ الله خيري هم د معلولينو د ستونزو حل په موخه د يو لړ اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.سهراب خان دولت زىتوانا خبري اژانس.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button