افغانستانگزارش ها

په زابل ولایت کې د ماين چاودنې 4 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې، په دغه ولایت کې د کوچیانو پريوه تراکتور باندې د ماين چاودنې له امله يو کس مړ او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

توانا خبري اژانس د وري 12، د زابل ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايي چې، تيره شپه ناوخته پيښه د شاجوى ولسوالۍ په سر خوګانو سيمه کې شوي.
هغه وايي چې ماين د روسانو د يرغل له وخته پاتې چې د چاودنې له امله يي د تراکتور چلوونکى وژل شوي او درې ماشومان(دوه هلکان او يوه انجلۍ) ټپيان شوي.

دى چي ټپيان د درملنې په موخه، د امنيې کسانو له د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې چي څو موده وړاندي هم په زابل کې ورته پيښه رامنځ ته شوې وله. په افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنې له زيات شمېر کسانو څخه يي قربانى اخيستې.
د ماشومانو ملاتړ نړيوال صندوق يا يونيسف هم په خپل يو ريپوټ کي د تير کال په پرتله د ناچاودو توکو د چاودنو قربانيانو په شمير کې د زياتيدو خبر ورکړى و.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button