افغانستانگزارش ها

په بلخ ولايت کې د نيالګيو پلورنکي، د دوي د بازار له ښه کيدو خوښي کوي.

د پسرلي موسم له پيل سره سم، د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې، هرډول ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکو نيالګيو خرڅلاو بازار تود شوى دى.

توانا خبري اژانس (وري 13، 1402) ، د نيالګيو پلورنکي وايي چې هرکال د پسرلي په راتلو سره سم، دغه کار ته مخه کوي چې سږکال يې د نورو کلونو په پرتله د خرڅلاو بازار يي ښه شوى دى.

پلورنکي وايي چې هره ورځ مرکز او ولسواليو نه په ډير شمير کسان د نيالګيو او زينتي بوټو د پيرلو لپاره راځي.

همداراز کوم کسان چې نيالګي اخلي وايي چې، هريو کس بايد په خپل چاپیریال کې هرقسمه ثمر لرونکي او غير ثمرلرونکي نيالګي وکري، او خپل محيط سمسور کړي.

له بلخوا د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست ريئس مولوي شمس الدین ابو خالد سږکال په مزارشريف ښار او شاؤخوا ولسوالیو کې څه باندې سل زره نيالګي ايښودل شوي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې هريو کس د دي ترڅنګ چې نيالګي کينوي، باید له هغو څخه په ښه توګه پالنه وکړي، ځکه په وينا يې هرکال ډير شمير نيالګي کينول کيږي خو د نه پاملرنې له امله وچيږي او له منځه ځي.

د يادونې وړ ده چې هر کالي بلخ ولايت کې لسګونه زره نيالګي ايښودل کېږي، خو د نه پالنې له امله بيرته وچيږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button