افغانستانگزارش ها

تېر یوه کال کې مو تر نیم میلیون ډېر پاسپورتونه وېشلي.

په افغانستان کې د پاسپورت ریاست وايي، چې په تېر لمریز کال کې یې څه باندې نیم میلیون پاسپورتونه وېشلي او د دولت خزانې ته یې څه باندې درې میلیارده افغانۍ تاویل کړې او په دې ترڅ کې یې تر ۲۰۰ ډېر جعل کاران او کمېشنکاران نیولي او اړوندو ارګانونو ته يي سپارلي.

توانا خبري اژانس: وري 14، 1402، ددې ادارې ویاند نورالله پتمن په وینا، په دې بهیر کې اوس هم هره ورځ تر لسو زرو پورې پاسپورتونه وېشل کېږي.
مګر له بلخوا ګڼ شمېر خلک ددې لړۍ له پڅوالي سر ټکوي او وايي چې په میاشتو میاشتو پاسپورتونو ته په تمه پاتې شوي، خو تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي.

ښاغلى پتمن وايي چې، په پاسپورت ریاست کې له پیله ستونزې ډيرې وې خو ددوی هڅه دا ده چې دا ستونزې حل شي او اوس دا وړتیا لري چې هره ورځ له اتو تر لسو زرو پاسپورتونه پر افغانانو وېشي او پاسپورت ته یې د انلاین غوښتنلیک استولو سیستم بېرته فعال کړی دی.

نوموړى مني، ګڼ شمیر افغانان چې غواړي عاجل پاسپورتونه واخلي، ډېر انتظار شوي، خو پر پاسپورت ریاست د خلکو ګڼه ګوڼه او تقاضا ډېره ده او دوی کاري ظرفیت ته په کتو سره اجرات کوي.

نوموړی وايي، دوی څلور ډوله خلکو ته د پاسپورت ترلاسه کولو کې لومړیتوب ورکوي، محصلین، لوبغاړي، سوداګر او عاجل ناروغان.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button