افغانستانگزارش ها

د هيواد په ټولو ولایتونو کې د تورو ښيښو موټرونو باندې بنديز ولګول شو.

د افغانستان اسلامي امارت، کورنیو چارو وزارت وايي چې، د اسلامي امارت مشر د فرمان پر بنسټ، په ټول افغانستان کې د تورو ښيښو موټرونو، تور رنګونو او بيلابيل سټيکرونه منع شوي.

د کورنیو چارو وزارت په خپله ټويټر پاڼه باندې ليکلي چې، د اسلامي امارت مشر د 31 غونډې په اساس، پريکړه وشوه چې د اسلامي امارت د مشر 519 مې ګڼي فرمان د پلي کولو لپاره، په ټول هېواد کې د تورو ښيښو والا موټرونو پر ګرځيدو او هرډول سټيکر چي د شخص د هويت په پيژندنه کې خڼډ پيښوي، بنديز ولګول شي.

د کورنیو چارو وزارت له ټولو امنیتي منسوبینو او ځواکونو نه وغوښتل چې د ياد فرمان د پلي کولو لپاره، د شرعي اصولو او مشرتابه لارښوونو په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

سرچينې زياته کړې چې، د هيواد ټولو قومندانيو، د څارنې اړوندو منسوبینو ته سپارښتنه کيږي چې، هغه سپارښتنې چې د کورنیو چارو وزارت د امنيتې چارو ستر معينيت لخوا د يو ځانګړي حکم کې ورپيژندل شوي، په ښه توګه عملي کړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button