افغانستانگزارش ها

اوچا: دافغانستان لپاره يي 4.6 ميليارده ډالرو غوښتنه کړې چې، يوازې پنځه سلنه مرستې ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي چې، د روان کال لپاره يي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره 4.6 ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې وه چې، تراوسه يوازې پنځه سلنه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي چې، په روان زیږدیز کال کې يي د 4.3 ميليارده ډالرو غوښتنه کړې وه، چي لدې شمير څخه يي تراوسه پنځه سلنه ترلاسه کړي.

دغه دفتر نن د وري په 15 په خپله ټويټر پاڼه باندې د ياد مطلب ليکلو ترڅنګ ويلي چې، مرسته شو پيسو کچه په نړي کې تر ټولو کمې کچې والا پيسې دي.

اوچا زياته کړې چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ ده او که بيړني مالي مرستې دوي ته ونه رسيږي، د دوي لخوا به ميليونونو افغانانو ته بشري مرستي و دريږي.

همدارنګه دغه دفتر د مطلب خپرولو ترڅنګ يوه ويډيو خپره کړي چې پکي 28.3 ميليونه افغانان بيړنۍ مرستو ته اړ دي.

سرچينې همداراز ويلي چې اوچا په افغانستان کې 28.3 ميليونه اړو وکړو څخه 23.7 ميليونه کسانو ته مرستې رسولى شي، چې ددې مرستو لپاره 4.6 ميليارده ډالرو ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده چې لدي دمخه د يونيسف نړيوال سازمان هم د افغان وګړو لپاره په راتلونکو میاشتو کې د بيړنيو مرستو د نه رسيدني په اړه اندېښنه ښوولې وه.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button