افغانستانگزارش ها

له کورنیو عوایدو د بودجې تمویل دځان بسیاینې او سیاسی ثبات بنسټ

دافغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت چارواکي وايي تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې له ۱۹۴ ميلیارده افغانیو ډېرعواید راټول کړي چې دا رقم د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.دمالیې وزارت د چار واکو په وینا د ۱۴۰۰ کال ټول عواید ۱۴۲ ملیار ډ ميلیارده افغانۍ وو.دمالیې وزارت د چارواکو له څرګندونو سره سم په تیر کال کې نوموړي وزارت توانیدلی وو چې د ۲۳۹ ميليارده بوديجه جوړه کړي چې له جملې يې ۲۱۰.۵ ميليارده عادي بوديجه او ۲۸.۵ ميليارده پرمختيايي بوديجه وه.”که څه هم چې د بودجې ټولیز سقف ته په کتو ، دومره غټه بودجه نه ده خو له کورنیو عوایدو نه د عادي او پراختیایی بودجې جوړول ، دافغانستان تیرو اقتصادي اوضاعو ته په کتو ، دنه منلو خبره ده .په تیرو کلونو کې افغانستان هر کال یا دوه دری کاله وروسته د امریکی او ناتو په مرسته ، یوه نړیواله غونډه را بلله تر څو له لهرنیو هیوادونو مرسته وغواړي . دمرستو د جلبولو بله لاره دا وه چې دناتو او امریکې له خوا افغانستان ته د مرستو د را ماتولو لپاره نړیوالې غوندې جوړیدې او بیا دافغانستان ولسمشرانو پکې دمرستو راجلبولو لپاره پلمې وړاندې کولې.اخري غونډه د جینیوا غونډه وه چې له مخې یې کال دری ملیارده ډالره ژمنه شوې وه خو اوس په فضل د خدای او داسلامي امارت د سمو و اغیزمنو اقتصادي سیاستونو له امله زمونږ کلني عواید ۱۹۴اعشاریه ۴ ملیاردو ډالرو ته رسیدلي دي چې په حدود د ۲ اعشاریه ۳ ملیارده ډالر کیږي . دی مسلې ته په کتو چې په افغانستان کې پوځي او جګړه ییز مصارف بیخي کم شوي او حتی صفر نه تږدي شوی دي ، ۲ اعشاریه ۳ ملیارده ډالر دافغانستان لپاره ډیر عواید دي .افغانستان د لومړي ځل لپاره له خپلو کورنیو عوایدو پودجه جوړوي چې د اقتصادي ځان بسیاینې او سیاسي خپلواکۍ پر لور یو ډیر مهم او اغیزمن ګام دی.تاریخي تجربو او په تیره بیا دافغانستان تیرو تجربو ٍثابته کړې ده چې دنورو هیوادونو پر مرستو ولاړ اقتصاد ، نه پریږدي چې یو هیواد له ځان نه سیاست او تصمیم نیونه ولري بلکې په ټولو اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو چارو کې د نورو تابعداري کوي .داچې دافغانستان اوسنی حکومت په هره مسله کې له دنیا سره بحثونه لري ، خپل دلایل وړاندې کوي او په پای کې خپل تصمیم پخپله نیسي ، لوی لامل یې دا دی چې مونږ دنورو هیوادونو په مرستې باندې بودجه نه ده برابره کړې بلکې په خپلو پښو ولاړ یو.مخکې به د یو هیواد له مشر او یا د ملګرو ملتونو له لوړ رتبه استازو سره د لیدنې لپاره ، افغان مشرانو وړاندیزونه کول تر څو هغوی ورته د ملاقات وخت ورکړي خو اوس هغوی د لیدلو او ملاقاتونو وړاندیزونه کوي او افغانستان ته دخبرو لپاره راځي .دا ټول ښیي چې افغانستان په خپلو سیاستونو کې خپلواک چلند کوي او دپیسو لپاره د دنیا ناوړه شرطونه نه مني بلکې خپله د یو خپلواک هیواد په توګه خپل شرایط وړاندې کوي . خو تړلي هیوادونه هیځکله داسې نه شي کولی ځکه چې مرسته کوونکي هیوادونه بیا د مرستو کمولو او یا بندولو له لارې فشارونه ډیروي .باید له یاده ونه باسو چې ځینو خود غرضو انسانانو چې د پردیو په غلامۍ عادت شوي دي داسې نیوکې کوي چې ګنې بودجه باید د پارلمان تصویب واخلی او له ټولو جزییاتو سره ولسي جرګې ته وړاندې شی خو دوی دا خبره له یاده ایستلې او یا معلومات نلري چې پارلمان په هر سیستم او هر هیواد کې نشته . دوی تر دی دمه نه دي خبر چې شاهي او امارتی حکومتونه هم په نړۍ کې شته او ځانته بودجه لري چې سعودي عربستان ، جاپان ، عربي متحده اماراتو او داسې نور هیوادونه یې بیګې دي .له کورنیو عوایدو دملي بودجې جوړول او عملي کول، داسی یو اقدام دی چې تاریخ او راتلونکي نسلونه به ورباندې و ویاړي ځکه چې دا کار د یو خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان درامنځته کیدو پو لور بنسټیز او ټاکونکي ګام دی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button